ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د پنبې کرنه ۳۰ سلنه زیاته شوې

کندهار کې د پنبې کرنه ۳۰ سلنه زیاته شوې

author avatar
25 Oct 2022 - 16:49
کندهار کې د پنبې کرنه ۳۰ سلنه زیاته شوې
author avatar
25 Oct 2022 - 16:49

کندهار (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۲سوه هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د تېر په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

د دغه ریاست د کرنیزو محصولاتو آمر مولوي شمس‌الرحمن موسی پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د کوکنارو کرکیله بنده شوې، خلکو د پنبې کرلو ته مخه کړې ده.

دی وايي، له همدې امله سږ کال په دغه ولایت کې د پنبې کرنه ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «سږ کال په کندهار کې پر ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې زموږ د اټکل له مخې به ۵ زره ټنه حاصلات ورڅخه تر لاسه شي.»

د ده په خبره، په دغه ولایت کې د کوکنارو د یوه ښه بدیل په توګه د پنبې کرنه مخ په ډېرېدو ده او دوی هم هڅه کوي چې له کروندګرو سره مرسته وکړي، څو دغه کښت نور هم ترویج شي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه کروندګر صاحب‌شاه اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال یې لومړی ځل دی چې پنبه کري او تمه لري چې له دوه جریبه ځمکې څخه درې نیم خرواره پنبه تر لاسه کړي.

د هغه په وینا، که پنبه د ښه حاصل ترڅنګ ښه بازار ولري نو په راتلونکې کې به بیا هم د پنبې کرنې ته دوام ورکړي.

ده زیاته کړه: «سږ کال زموږ اول وار دی چې پنبه کرو، پنبه ډېره خواري هم نه غواړي، نو که ښه بازار ولري بیا به یې هم وکرو.»

کروندګر وایي، که څه هم پنبه لږې اوبه غواړي خو بیا هم دوی اوبو، اصلاح شوو تخمونو او کېمیاوي سرې ته اړتیا لري.

د یادې ولسوالۍ یو بل کروندګر اختر محمد وایي، د کوکناور کښت له بندېدو وروسته یې د پنبې کرلو ته مخه کړې، خو تر اوسه د تخم، کېمیاوي سرې او نورو توکو مرسته نه ده ورسره شوې.

ده زیاته کړه: «موږ خو دا دی د کوکنارو کرل پرېښودل، پنبه مو کرلې ده، خو هیڅ کومک نه دی راسره شوی، دلته د غنمو، تخمونو او نورو توکو مرستې راځي خو داسې کسان یې وړي چې هیڅ اړتیا نه ورته لري اما موږ بیا پاته یو.»

د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، د پنبې د کښتونو زیاتوالی نه یوازې پر صنعت مثبت اغېز لري بلکې مالداري هم وده ورسره کوي.

د دغه ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس سید سرور اماني پژواک اژانس ته وویل، پخوا په کندهار کې لږه پنبه کرل کېدله، نو د څارویو لپاره کنجاړه له بهر څخه راوړل کېده، خو اوس دلته پرېمانه ده.

ده زیاته کړه، که د پنبې لپاره په بهر کې ښه بازار پیدا شي نو دا کښت به نور هم ډېر شي.

دی وايي: «په کندهار کې کال په کال د پنبې کرل زیاتېږي، پخوا کنجاره له نورو هېوادونو راوړل کېدله خو اوس دلته تولیدېږي، دغه‌راز د پنبه دانې غوړي هم اوس دلته تولیدېږي چې د نورو غوړو په پرتله یې کیفیت ښه دی.»

میوند، ژیړۍ، دامان، ارغنداب، ارغستان، پنجوايي او ډنډ د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې تر نورو ډېره پنبه په کې کرل کېږي.

اوسمهال د دغه ولایت په بازارونو کې د یو من/ ۴.۵ کیلوګرامه پنبې بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.