ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات‌ خلک د دغه ولایت په نسايي ولادي روغتون کې د خدمتونو کچې له ټيټوالي شکایت کوي

1 Nov 2022 - 16:11
1 Nov 2022 - 16:11

هرات (پژواک، ١٠ لړم ۱۴۰۱): د هرات ولایت د نسايي ولادي روغتون یو شمېر مراجعینې او ناروغ لرونکي د سمو او پر وخت روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې له اړتیا سره سم د ناروغانو درملنه نه کېږي.

د هرات د مسلخ اوسېدونکي صالح‌محمد چې خپله مېرمن يې د زېږون لپاره دغه روغتون ته راوستې، پژواک ته وويل، ډاکتران يې ناروغ ته هیڅ پاملرنه نه کوي او ادعا لري چې ډاکټران يې د اړيکو پر بنسټ خپلې دندې پر مخ وړي.

په ورته مهال، زهرا چې له خپل ولادي ناروغ سره یاد روغتون ته راغلې؛ هم د ډاکترانو له چلند او د دغه روغتون د مسوولینو له بې‌غورۍ شکایت کوي.

نوموړې په دغه روغتون کې د معياري انتظار‌خونې له نشتوالي هم شکايت لري او وايي، ناروغان د څلورو دردونو (د زېږون د وخت رانږدې کېدو پرمهال) بهر په تمه وي چې دا په خپله د ناروغ د مړینې لامل ګرځي.

هغې وويل: «زموږ د ناروغ وضعیت ډېر خراب و، کله چې روغتون ته ورغلو څوک نه وو چې زموږ ځواب راکړي، نه پوهېدو چې څه وکړو، له ساعتونو وروسته يو شناخته پیدا شو چې زموږ ناروغ ته رسېدنه وشوه، سربېره پر دې، معیاري انتظارخونه هم نشته څو ناروغانې د زېږون تر مهاله هلته انتظار وکړي.»

دا یوازې د زهرا او صالح‌محمد کورنۍ نه دي چې د نسايي ولادي روغتون د ډاکترانو له چلنده شکایت کوي؛ بلکې د هرات يو شمېر نور اوسېدونکې چې د زېږون لپاره دغه روغتون ته تللې، ستونزو ته یې د نه پاملرنې له امله شکايت لري.

په ورته مهال، ‎د هرات د نسايي ولادي روغتون مسوولين هم مني چې د کارکوونکو د کمښت او د کافي امکاناتو نشتوالي له امله نه شي کولاى هغو ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي چې یاد روغتون ته د زېږون لپاره مراجعه کوي.

د دغه روغتون امرې ډاکټر سعيدې سيد له پژواک سره په خبرو کې وويل، هڅه کوي د کمو کاروکوونکو په مرسته خپلې اړتياوې پوره او د خلکو رضايت ترلاسه کړي.

خو هغه ټینګار کوي چې هیڅکله د ناروغ په غوښتنه کار نه کوي او یوازې د ناروغ اړتیا ته په کتو کار کوي.

سید وايي، هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې د دغه روغتون ظرفیت له ۱۰۰ بسترونو څخه ۱۵۰ بسترونو ته لوړ کړي چې په دې سره به د تشکیل ترڅنګ د دغه روغتون نورې ستونزې هم هوارې شي.

د نسايي ولادي روغتون آمرې دغه‌راز زياته کړه چې د روغتون له قوانينو د خلکو نه خبرتيا د دوى د کارونو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی او له خلکو يې وغوښتل، څو د روغتون له اصولو ځان خبر او ټول اصول مراعات کړي، څو له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

هغې وويل: «د روغتيايي قوانينو له مخې، یوه ناروغه په هرو څلورو ساعتونو کې يو ځل معاینه کېږي او ناروغان لرونکي بايد هر مهال د ډاکترانو د کار خنډ نه شي؛ ډاکټران په ټاکلي وخت هر ناروغ ته ورځي او د هغوی ستونزې څېړي.»

په ورته وخت کې، د روغتیا برخې پوهان هم په دې باور دي چې د ناروغانو او پایوازانو لپاره د انتظارخونې شتون ډېر مهم دی او حکومت باید د جوړولو لپاره یې اقدام وکړي.

د نسايي ولادي برخې بله ډاکټره ملینا حیدري وايي، ناروغه د زېږون پرمهال بشپړې ارامۍ او خواخوږۍ ته اړتیا لري، نو باید د هغه لپاره خوندي او لازم استراحت ځای چمتو شي.

هغې وويل چې د نسايي ولادي روغتون اوسنۍ انتظارخونه معياري نه ده او دغه‌راز یاد روغتون ‎د کارکوونکو او بستونو له کمښت سره مخ دى، اړتيا ده چې د لا ښو خدمتونو د وړاندې کولو او ناروغانو ته د لاسرسي لپاره جدي اقدامات وشي.

د هرات د نسايي ولادي روغتون د شمېرو له مخې، په تېره يوه مياشت کې په دغه روغتون کې نږدې ٢٥٠٠ ولادتونه شوي او ٥٠٠ د «سزارين» پېښې ثبت شوې دي.

د مسوولینو په وینا، په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه روغتون کې د زېږون پرمهال د مړینې او سزارین هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

د یادولو ده چې د هرات نسايي ولادي روغتون یوازینی دولتي روغتون دی چې د امېدوارو مېرمنو لپاره د نسايي ولادي برخې خدمتونه وړاندې کوي او د هرات له ولسوالیو او څېرمه ولایتونو څخه هم ناروغانې د زېږون لپاره دغه روغتون ته مراجعه کوي.

Views: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version