ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ځانګړي نسايي ولادي روغتون ته اړتيا ده

23 Sep 2012 - 17:13
23 Sep 2012 - 17:13

کندهار( پژواک ٢ تله ٩١) : د کندهار اوسېدونکي او د ميرويس حوزوي روغتون چارواکي له دولت څخه په دې ولايت کې د ځانګړي نسايي ولادي روغتون د جوړېدو غوښتنه کوي.

 د کندهار اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د نسايي ولادي متخصصو ډاکټرانو د کمښت او په دې برخه کې د نسايي ولادي روغتون د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

 د کندهار ښار د چوڼۍ سيمې يوه اوسېدونکي علي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم په کندهار کې د ميرويس روغتون تر څنګ ګڼ شخصي روغتونونه جوړ شوي، خو د نسايي ولادي ناروغانو د درملنې مجهز روغتون نشته.

 هغه زياتوي، دا چې ميرويس روغتون ته د حوزې په کچه بېلابېل ناروغان مراجعه کوي او پر دغه روغتون د ناروغانو بوج زيات دى، نو له همدې امله هلته  نسايي ولادي ناروغانو ته سمه پاملرنه نه کېږي.

 د نوموړي په وينا، حکومت بايد په کندهار کې ځانګړى نسايي ولادي روغتون جوړ کړي، تر څو د اړتيا پر مهال يې د ناروغانو سمه درملنه وشي.

 د کندهار د دامان ولسوالۍ د منډيسار سيمې اوسېدونکى لعل محمد وايي، چې پخوا به په کليو او ليرې پرتو سيمو کې د مېندو د زېږون پر مهال له دايه ګانو (کليوالو قابلو) مرسته غوښتله کېدله، خو اوس په ډېرو سيمو کې دا دود بدل شوى دى.

 دى وايي، اوس  ډېر خلک هڅه کوي، چې مېرمنې د زېږون پر مهال روغتون ته يوسي، خو ستونزه دا ده، چې په دغه ولايت کې نسايي ولادي ځانګړى روغتون نشته.

 د نوموړي په وينا، که څه هم په کندهار ښار کې شخصي روغتونونه شته، خو خلک د لوړ فيس او کارپوهو ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله زړه نه ښه کوي، چې ښځينه ناروغانې دغو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورولي.

 په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د نسايي ولادي څانګې مسووله ډاکټر زهرا هم په ډېر ټينګار سره وايي، چې په دغه ولايت کې نسايي ولادي ځانګړي روغتون ته سخته اړتيا ده.

 هغې له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل: ((پر ميرويس روغتون د ناروغانو بېروبار زيات دى، زموږ په شخصي روغتونونو کې آن عادي ښځينه ډاکټره نشته، د نسايي ولادي ناروغانو متخصصه خو بېخي ليرې خبره ده.))

 ددې په وينا، په شخصي روغتونونو کې د ماهرو ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله ګڼې ښځينه ناروغانې د ډېرو جدي اختلاطاتو پر مهال هغوى ته مراجعه کوي، چې د پرسونل د کمښت له امله يې درملنه ستونزمن کار دى.

 دا وايي، هغه يواځينۍ متخصصه ده، چې د ميرويس روغتون په نسايي ولادي څانګه کې کار کوي، خو په يوازې ځان ټولو ښځينه ناروغانو ته نه شي رسېدلى.

 هغې ومنله، چې په ميرويس روغتون کې د ښځينه متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي له امله نسايي ولادي ناروغانو ته سمه پاملرنه نه کېږي.

 د دې په خبره، د ميرويس روغتون په نسايي ولادي څانګه کې ګڼ بستونه خالي دي  او دغه روغتون د  مسلکي پرسونل له سخت کمښت سره مخ دي.

 دغې ډاکټرې وويل: ((په تېرو څو کلونو کې د کندهار پوهنتون د طب له پوهنځي څخه ښځينه ډاکټرانې نه دي فارغې شوي، کېداى شي دوه کاله وروسته له دغه پوهنځي څخه د لسو په شا و خوا کې ښځينه ډاکټرانې فارغې شي او د هغوى ستونزه څه نا څه هواره شي.))

 د کندهار د ميرويس روغتون سرطبيب ډاکټر محمد داوود فرهاد هم يادې شوې ستونزې مني او وايي، چې له عامې روغتيا وزارت څخه يې د دغو ستونزو حل غوښتى دى.

 هغه زياته کړه، په بېلابېلو برخو کې د مسلکي ډاکټرانو نشتوالى عمده ستونزه ده، چې د دغې ستونزې حل ډېر وخت ته اړتيا لري.

 د نوموړي په وينا، که په کندهار کې نسايي ولادي ځانګړى روغتون جوړ شي، نو پر ميرويس روغتون به د ناروغانو بوج کم او د ښځينه ناروغانو پر وخت او سمه درملنه به  وشي.

 څو ورځې وړاندې چې کندهار ته د عامې روغتيا وزيره ډاکټر ثريا دليل راغلې وه، د ميرويس روغتون څخه د ليدنې پر مهال يې ژمنه وکړه، چې په دغه ولايت کې به د روغتيايي خدماتو پر وړاندې پرتې ستونزې حل کوي.

 هغې وويل: ((لس کاله مخکې د ميرويس روغتون نسايي او ولادي څانګې ته يو ښځينه ناروغ هم مراجعه نه کوله، خو اوس   په مياشت کې تر زرو زياتې مېرمنې دغې څانګې ته د درملنې په موخه مراجعه کوي.))

 دليل  د روغتيايي خدماتو په برخه کې د کندهار د عامې روغتيا رياست او ميرويس روغتون د مسوولينو هڅې وستايلې او ډاډ يې ورکړ، چې د هغوى غوښتنې به په تدريجي توګه پلې کېږي او ستونزې به له منځه وړل کېږي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version