خوست ښار (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): ځایي سرچینې وایي، په خوست ولایت کې د څلورو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې خو ځيني لوبغاړي د دې لوبې د معیاري لوبغالي جوړېدو غوښتنه کوي.

د ځوانانو راډيو د فوټسال لوبو مسوول اميد يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لوبې په خوست ښار کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ټیمونو ترمنځ پيل شوې.

هغه وویل چې د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه، د ځوانانو لپاره سالمه بوختيا رامنځته کول او د دې لوبې پرمختګ دی.

ده هیله څرګند کړه چې له دغو لوبو څخه لوبغاړي د فوټسال ملي او نړۍوالو لوبو ته لار پيدا کړي.

د خوست فوټسال لوبډلې یوه لوبغاړي سيدالله پژواک ته وويل: «زموږ د فوټسال له فدراسيون څخه دا هيله ده چې فوټسال لوبو ته توجه زياته کړي او معياري ميدانونه راته جوړ کړي.»

ورته مهال، د پکتيا ولايت يوه لوبغاړي ميراغا نوري هم وويل: «ځوانانو لپاره دې معياري لوبغاړي جوړ شي څو پرمختګ وکړي، له نشهيي توکو څخه منع شي. دا لوبې زموږ لپاره ډېرې مهمې دي.»

د يادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې په خوست کې د ولايتونو په کچه د فوټسال سیالۍ جوړېږي.