تالقان (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د تخار د دشتقلعې ولسوالۍ سیمهییز مسوولین وايي، په هېواد کې له وروستیو تحولاتو وروسته، د ایخانم بندر له لارې د صادراتو او وارداتو کچه په بېسارې توګه ټيټه شوې ده.
د دوی په وینا، د تېر حکومت پرمهال د یاد بندر له لارې له تاجکستانه سمنټ، ګول سیخ، درمل او توکي افغانستان ته وارېدېدل او له افغانستانه غوړي، وریجې، غنم او نورې غلې تاجکستان ته صادرېدل، خو له وروستیو تحولاتو وروسته، د یاد بندر له لارې د صادراتو او وارداتو کچه په بېسارې توګه ټيټه شوې ده.
د ایخانم د سوداګریزو توکو برخې امر محمداسماعېل له پژواک سره په خبرو کې وویل، د نوي حکومت د راتګ په لومړیو کې، د دغه بندر له لارې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ صادرات او واردات ښه وو، خو په دې وروستیو کې ورو ورو له افغانستانه د صادراتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه، د تېر حکومت پرمهال غلې دانې لکه وریجې، غنم او نور د یاد بندر له لارې له افغانستانه تاجکستان ته صادرېدل او دغهراز سمنټ، ګول سیخ، درمل او نور توکي له تاجکستانه افغانستان ته وارېدېدل.
خو نوموړی وايي، اوس یوازې سمنټ او هغه هم ډېر لږ له تاجکستانه افغانستان ته واردېږي.
هغه په دغه بندر کې د امنیت ډاډ ورکړ او له سوداګرو یې وغوښتل چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو بهیر ته وده ورکړي.
د ایخانم بندر د ګمرک قطعې معتمد محمد داوود هم د دغه بندر له لارې د صادراتو او وارداتو کچې پر ټيټېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل، له تېر یوه کال راهیسې دغه بهیر مخ پر ځوړ روان دی او په تېره یوه اونۍ کې له یاد بندره هيڅ ډول صادرات او واردات نه دي ترسره شوي.
په ورته وخت کې، د دشتقلعې ولسوالۍ اوسېدونکی صدام حسین وايي، د تېر حکومت پرمهال په پام کې وه چې د صادراتو او وارداتو بهیر کې د اسانتیا په موخه د دغه بندر په سیمه کې پر امو سیند یو پل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ګډ بازار جوړ شي، خو د تېر نظام په سقوط سره، دغه کار تر اوسه نه دی شوی.
هغه زیاتوي، د سرپرست حکومت مشرتابه دې په دغه بندر کې د صادراتو او وارداتو کچې لوړولو، د پل او ګډ بازار جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې، د دشتقلعې ولسوالۍ جنایي امر جانانالدین انصار هم له پژواک سره په خبرو کې یاد بندر یو سوداګریز بندر یاد کړ او ویې ویل، سیمهییز مسوولین په دې هڅه کې دي څو د افغانستان له پولو او خاورې د ګاونډ او سیمې هېوادونو ته هيڅ ډول ګواښ متوجه و نه اوسي.
د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت ځواکونه په دغه بندر کې د لا ښه امنیت په هڅه کې دي او سوداګر په پوره ډاډ سره کولای شي له دې بندره ګټه واخلي.
انصار دغهراز خبرداری ورکوي چې هیڅ یوه ګاونډي هېواد ته به هم اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان په خاوره کې مداخله وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې پروت د ای خانم بندر، یو مهم سوداګریز بندر بلل کېږي چې د امو سیند په تقاطع کې موقعیت لري.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن