کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان بانک مرستیال ویاند وایي، نوي چاپ شوي بانکنوټونه کابل ته را رسېدلي، خو د څومره والي په اړه یې تر اوسه ده ته معلومات نه دی ورکړل شوي.
د افغانستان بانک ویاند مرستیال حسیب نوري هېواد ته د نویو بانکنوټونو د رارسېدو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل:«پیسې راغلي دي، خو همکارانو تر اوسه د نوعیت او څومره والي په اړه معلومات نه دي راکړي.»
افغانستان بانک عالي شورا غړي او د دغه بانک د پلټنې کمېټې مشر شاه محمد محرابي د روانې لړم میاشتې په څلورمه ویلي وو چې تر یوې میاشتې پورې به د لس میلیارده افغانیو بانکنوټونه چې په پولنډ کې نوي چاپ شوي، هېواد ته را ورسي.
هغه ویلي و چې د لس میلیارده نورو افغانیو د چاپ لپاره له یوه فرانسوي شرکت سره تړون شوی.
د افغانستان بانک ویلي و، زاړه بانکنوټونه به په سیستماتیک ډول راټولوي او نوي بانک نوټونه به د معقول پولي سیاست او اړتیا له مخې بازار ته وړاندې کوي.
دغه راز د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندا پرایس ویلي و چې افغانستان ته د نویو پیسو لېږدول یواځې د افغانانو د اسودګۍ لپاره کېږي چې له زړو پیسو شکایت لري او په دې سره به یې اقتصادي راکړې ورکړې ښې شي.
د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وايي، هېواد ته د افغانۍ نویو بانکنوټونو په راوړلو سره به د زړو افغانیو «ناکاره حالت» سم شي او نوي بانکنوټونه به د توکو پر بیو او د افغانۍ پر ارزښت ځکه منفي اغېز ونه لري چې د زړو بانکنوټونو په بدل کې بازار ته وړاندې کېږي.
Views: 656
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن