د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټيټ شوی
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټ شوی خو د مالیزیایي غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټ شوی خو د مالیزیایي غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د پټرولو، اوبلن ګاز، قزاقي اوړو، غوړو او د سروزرو بیې ټیټې شوې دي.
د پژواک موندنې ښيي د دې ترڅنګ چې په ۱۴۰۲ کال کې د ډالر په وړاندې نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۱۸ سلنه ډېروالی راغلی، د تېلو بیې ۱۲ سلنه، د ځینو لومړنیو توکو بیې څه باندې ۱۵ سلنه او د سروزو بیې ۶ سلنه ټيټې شوې دي.
د افغانستان بانک ریيس وایي، افغاني بانکنوټونه اوس يو باارزښته کرنسي ده، چې د نړۍ په کچه درېيم ځای لري او د پولي واحد ارزښت ساتل په نظام کې د شفافيت او فساد نه شتون څرګندونه کوي.
د افغانستان بانک وايي، د تېر کال په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۵،۴۲ سلنه لوړ شوی او دغه راز یې تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۴،۷ میليارد افغانيو په ارزښت مندرس بانکنوټونه سوځولي دي.
افغانستان کې د تېر کال مرغومي میاشتې په پرتله د لومړنیو خوراکي او سونتوکو بیې په داسې حال کې په منځنۍ کچه ۱۳ سلنه رالوېدلې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه ۲۱ سلنه لوړه شوې او په نړۍوال مارکېټ کې هم د یادو توکو بیې په منځنۍ کچه ۱۴ سلنه رالوېدلې دي.
د افغانستان بانک وایي، بلخ ولایت کې یې ۹۷۲ میلیونه او ۷۹۹ زره افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
نن د پنځو ورځو مخکې په پرتله د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لس سلنه لوړ شوی خو د کابل ښار د شهزاده سرای صرافانو اتحادیه وایي چې دغه حالت موقتي دی او افغانۍ ارزښت به بېرته لوړ شي.
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د سارک فایننس مرکزي بانکونو د رییسانو په ۴۳مه ناسته کې افغانۍ د دغه سازمان غړو هېوادونو منځ کې د باثباته پولي واحد په توګه مشخصه شوې ده. یاد بانک…
د افغانستان بانک مسوولین وایي، دغه بانک توانېدلی چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د پولي سیاستونو د بریالي پلي کېدو په پایله کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول ثابت وساتي.
نن د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ده، د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ۱۲ سلنه لوړېدو ترڅنګ، د خوراکي توکو بیې تر ۸ سلنه ډېر، د نفتي توکو بیې تر ۳ سلنه ډېر او د سرو زرو بیه ۶ سلنه ټيټوالی ښيي.
د افغانستان بانک مرستیال ویاند وایي، نوي چاپ شوي بانکنوټونه کابل ته را رسېدلي، خو د څومره والي په اړه یې تر اوسه ده ته معلومات نه دی ورکړل شوي.
د تېرو اتو ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت راټیټېدو ترڅنګ، د قزاقي اوړو، اوبلن ګاز او پټرولو بیې هم لوېدلې، خو د غوړیو او عربي سرو زرو بیې بیا لوړې شوې دي.
په ننګرهار کې د افغانستان بانک له لوري د افغانۍ زړو بانکنوټونو د چلښت په تړاو صرافانو او هټۍوالو ته نوې طرحه ورکړل شوه. د دغې طرحې له مخې، يوازې هغه بانکنوټونه چې شکل يې تغير شوی وي د چلښت وړ نه دي، خو پر نورو ټولو بايد راکړه ورکړه ترسره شي.
د تېرې شنبې په نبست نن داسې مهال د نفتي توکو بیه ۸ سلنه لوړه شوې او د خوراکي توکو بیې له ۳ سلنې ډېرې لوېدلې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت څه باندې ۴ سلنه لوېدلی دی.
د تېرې شنبې په پرتله نن د پټرول تېلو، ګاز، غوړیو، بورې، شین چای او روسي سرو زرو بیې ټیټې، خو د ډېزلو او عربي سرو رزو بیې بیا لوړې شوې دي.
نن د تېرې شنبې په پرتله د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۱۴ سلنه لوړ شوی، خو په منځنۍ کچه د لومړنیو توکو بیې څه باندې شپږ سلنه او د سرو زرو بیې تر اته سلنه ټیټې شوې ده.
د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د یوه امریکایي ډالر ارزښت له ۱۰۲ افغانیو ۹۵ افغانیو ته رالوېدلی دی.