ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېر زېږدیز کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت تر ۱۲ سلنه ډېر لوړ شوی

نن د تېر زېږدیز کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت تر ۱۲ سلنه ډېر لوړ شوی

author avatar
1 Jan 2023 - 18:02
نن د تېر زېږدیز کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت تر ۱۲ سلنه ډېر لوړ شوی
author avatar
1 Jan 2023 - 18:02

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): نن د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ده، د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ۱۲ سلنه لوړېدو ترڅنګ، د خوراکي توکو بیې تر ۸ سلنه ډېر، د نفتي توکو بیې تر ۳ سلنه ډېر او د سرو زرو بیه ۶ سلنه ټيټوالی ښيي.

د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۹.۳۰ افغانۍ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال همدغه وخت د خپرو شوو راپورونو له مخې، د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۱۰۲ افغانۍ و.

هغه مهال صرافانو او د اقتصادي چارو پوهانو، په بازارونو کې د افغانیو ډېرېدل، بې‌کاري، د نړۍ‌والو بشري مرستو بندېدل، د امریکا له لوري د هېواد د ۹ میلیارد ډالرو شتمنۍ کنګل کول د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د را لوېدو عمده لاملونه یادول.

د نفتي توکو بیو ټيټېدل

که څه هم په تېر یوه کال کې د نفتي توکو بیې د بدلون په حال کې وې، خو له نن سره د تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال په جنوري میاشت کې د نفتي توکو د بیو پرتله ښيي چې د نفتي توکو بیې تر ۳.۳ سنله ډېرې را لوېدلې دي.

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یو کارکوونکی وايي، نن د یو لېتر پټرولو بیه ۷۵ افغانۍ او یو لېتر ډیزل په ۹۱ افغانۍ  دي.

دغه‌راز، د کابل ښار کلوله­پشته سیمې یوه ګاز پلورونکي محمدشریف وویل، نن د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۲ افغانۍ ده.

خو تېر کال همدغه وخت د پژواک د یوه خپاره شوي راپور له مخې، د یو لېتر پټرولو بیه ۸۰ افغانۍ، د یو لېتر ډیزل بیه ۷۱ افغانۍ او د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۸۵ افغانۍ وه.

د خوراکي توکو بیه

د یادونې ده چې د خوراکي توکو بیې هم تر ۸ سلنه ډېرې راټيټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي وویل، نن د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو عمده پلور بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو ۲۲۰۰ افغانۍ، د ۲۴.۵ کیلوګرام لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرام هندۍ بورې ۳۰۰۰ افغانۍ،  د یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۳۵۰ افغانۍ ده.

تېر میلادي کال همدغه مهال د پژواک خبري اژانس د خپرو شوو راپورونو له مخې، د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو عمده پلور بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرام هندۍ بورې ۳۳۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړيو ۲۷۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۲۵۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۰۰ افغانۍ او  د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ وه.

تر شپږ سلنه ډېر د سرو زرو بیې رالوېدل

د کابل ښار په تیمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، نن یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۲۵۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیاره روسي سره زر په  ۳۴۰۰ افغانۍ پلوري.

تېر کال همدغه مهال یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۶۰۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۶۰۰ افغانۍ پلورل کېدل.

د سرو زرو پلورونکي وايي، په نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو د بيو بدلېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم دغه بيې بدلېږي.

د اقتصادي چارو پوهان د بیو رالوېدل او د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل هیله‌بښونکي بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د افغانستان د اوسپنې ویلولو اتحادیې مشر عبدالنصیر ريښتیا د لومړنیو توکو د بیو راټيټېدل او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل هیله‌بښونکي وبلل.

نوموړی په دې اړه چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، وايي: «زما په اند د دې لومړی دلیل دا دی چې مخکې به هره اونۍ افغانستان ته څلوېښت میلیون ډالر راتلل، هماغه سیاستونه چې د افغانستان بانک په تېر حکومت کې غوره کړي و، په بازار کې د ډالر لیلامېدل تر ډېره د افغانۍ ارزښت په ساتلو کې اغېزناک تمام شول او له بلې خوا، له هېواده د باندې په ځانګړې توګه ایران او پاکستان د ډالر د قاچاق د مخنیوي ستونزې حل او برعکس یې موږ د دې شاهد یو چې ډالر له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاقېږي.»

نوموړي وویل، د افغانستان بانک له لوري په بازار کې د امریکايي ډالر اونیز لیلام هم د افغانۍ د اررښت په ساتلو کې رول درلود.

د سرچینې په وینا، د نړۍ‌والې ټولنې تر درې میلیارده مرستې چې په نغدي او غیرنغدي توګه د افغانستان اقتصاد ته داخلې شوې، دا ټول هغه عوامل دي چې تر یوې کچې یې د افغانۍ ارزښت ساتلی دی.

نوموړي د نورو اړینو لومړنیو توکو د بیو رالوېدو د لامل په اړه وویل، که د سرو زرو او نفتي توکو بیې په نړۍواله کچه بدلون وکړي، نو په افغانستان کې هم بدلون کوي.

Visits: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.