منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ارزښت

۱۳ راپورونه

راپورونه

غړي

۱۴۰۲ کال کې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۱۸ سلنه لوړ شوی

د پژواک موندنې ښيي د دې ترڅنګ چې په ۱۴۰۲ کال کې د ډالر په وړاندې نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۱۸ سلنه ډېروالی راغلی، د تېلو بیې ۱۲ سلنه، د ځینو لومړنیو توکو بیې څه باندې ۱۵ سلنه او د سروزو بیې ۶ سلنه ټيټې شوې دي.

غړي

د افغانستان بانک: روان کال د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۵،۴۲ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک وايي، د تېر کال په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۵،۴۲ سلنه لوړ شوی او دغه راز یې تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۴،۷ میليارد افغانيو په ارزښت مندرس بانک‌نوټونه سوځولي دي.

غړي

نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت د اوو کلونو مخکې په څېر ۶۷،۶۰ افغانیو ته رسېدلې

نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت د اوو کلونو مخکې په څېر ۶۷،۶۰ افغانیو ته رسېدلی، خلک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو ته خوښ دي، خو د لومړنیو خوراکي توکو د بیو ټیټېدل غواړي.

نن د تېر زېږدیز کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت تر ۱۲ سلنه ډېر لوړ شوی

نن د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ده، د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال همدغه وخت په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ۱۲ سلنه لوړېدو ترڅنګ، د خوراکي توکو بیې تر ۸ سلنه ډېر، د نفتي توکو بیې تر ۳ سلنه ډېر او د سرو زرو بیه ۶ سلنه ټيټوالی ښيي.