ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلومبرګ: د افغانۍ ارزښت په تېر یوه کال کې ۱۴ سلنه لوړ شوی او نړۍ کې یې درېیم مقام خپل کړی

بلومبرګ: د افغانۍ ارزښت په تېر یوه کال کې ۱۴ سلنه لوړ شوی او نړۍ کې یې درېیم مقام خپل کړی

author avatar
26 Sep 2023 - 23:45
بلومبرګ: د افغانۍ ارزښت په تېر یوه کال کې ۱۴ سلنه لوړ شوی او نړۍ کې یې درېیم مقام خپل کړی
author avatar
26 Sep 2023 - 23:45

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د افغانستان بانک د بلومبرګ په حواله خبر ورکړی چې افغانۍ په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۴ سلنه لوړه شوې او په نړۍوال درجه‌بندۍ کې یې درېیم مقام خپل کړی دی.

د افغانستان بانک د تلې په ۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه بانک په خپل غوره مدیریت او د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره توانېدلی دی چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړي.

سرچینې زیاته کړې، دا مهال افغانۍ په نړۍواله کچه د یو با ثباته پولي واحد په توګه منل شوې او په کور د ننه یې د مخکنیو کلونو په پرتله په سوداګریزو راکړو ورکړو کې کارونه زیاته شوې ده.

https://www.bloomberg.com/news/articles/2023-09-25/taliban-controls-world-s-best-performing-currency-this-quarter?utm_source=twitter&cmpid=socialflow-twitter-business&utm_campaign=socialflow-organic&utm_content=business&utm_medium=social&fbclid=IwAR23tZflPjy_3BDVXBy0EB_kZ287rO631WOsNNkeVp6ivMr87JPeoUd7r9g#xj4y7vzkg

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه راپور چې په دې وروستیو کې د بلومبرګ نړیوالې رسنۍ لخوا خپور شوی دی ښیي چې د افغانۍ ارزښت په تېر یو کال کې شاوخوا ۱۴ سلنه لوړه شوې او په نړۍوال لیست کې یې دریېم ځای خپل کړی دی.

په یاد راپور کې راغلي چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د اسعارو پر کارونه بندیزونه، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د افغانستان بانک له لوري د پولي سیاستونو د بېلابېلو ابزارونو تطبیق، په انلاین غیرقانوني فعالیتونو د بندیزونو لګول د افغانۍ د ارزښت لوړېدنې عوامل دي.

سرچینې زیاته کړې، چې له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو ادارو او بنسټونو د افغانۍ د ارزښت ساتنې په برخه کې د افغانستان بانک پر مثبتو کړنو د تائید مهر لګولی دی.

د اقتصادي او سوداګریزو چارو وېب پاڼې بلومبرګ پخپل راپور کې لیکلي، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د میلیاردونو ډالرو ورتګ او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري ددغه هېواد پیسې (افغانۍ) په نړۍواله درجه بندۍ کې لوړ مقام ته رسولی دی.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.