ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدري: افغانۍ د نړۍ په کچه درېيم ځای لري

بدري: افغانۍ د نړۍ په کچه درېيم ځای لري

author avatar
6 Mar 2024 - 02:06
بدري: افغانۍ د نړۍ په کچه درېيم ځای لري
author avatar
6 Mar 2024 - 02:06

[restrict paid="true"]

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بانک ریيس وایي، افغاني اوس يو باارزښته کرنسي ده چې د نړۍ په کچه درېيم ځای لري او د پولي واحد ارزښت ساتل په نظام کې د شفافيت او فساد نشتوالی ښيي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د کب په ۱۵مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان بانک په ختيځ زون کې د بانکولۍ سکټور وضيعت ښه‌والي او پرمختګ لپاره په ننګرهار کې يو ورځنی کنفرانس جوړ کړ.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان بانک عمومي ریيس مولوي هدايت‌الله بدري، د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند، د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو د افغانستان بانک مسوولينو سربېره يو شمېر صرافانو او د اقتصاد برخې کارپوهانو برخه اخیستې وه.

سرچینې زیاته کړې، د ننګرهار والي په خپلې پرانیستې وینا کې وویل، دا ډول کنفرانسونه د اسلامي بانکولۍ پراختيا او پرمختګ لپاره ډېر ګټور دي.

هغه زیاته کړه: «موږ ټول بايد په راکړه ورکړه کې د افغانۍ بانک‌نوټونه وکاروو چې په دې کار سره زموږ د افغانۍ ثبات او ارزښت ساتل کېږي.»

د افغانستان بانک ریيس مولوي هدايت‌الله بدري په خپلو خبرو کې وويل، د افغانسنان بانک کوښښ کوي خلکو ته له اسلامي اصولو سره سم خدمات وړاندې کړي او د اسلامي بانکولۍ پراختيا او د صرافۍ او پولي خدمتونو پراختيا یې لومړيتوب دی.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي بانکولۍ سکټور په ټولیزه توګه ۳۳ اعشاريه ۳۹ مليارده افغانۍ ده، له دغه سکټور سره ۱۸ اعشاريه ۶۲ ميليارده افغانۍ د خلکو امانتي حسابونه دي چې دا پر خپلو بانکي سيستمونو د خلکو اعتبار دی.

د افغانستان بانک ریيس وایي، افغانۍ اوس يوه باارزښته کرنسي ده چې د نړۍ په کچه درېيم ځای لري او د پولي واحد ارزښت ساتل په نظام کې د شفافيت او فساد نه شتون څرګندونه کوي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.