ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۸،۶ سلنه لوړ شوی

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۸،۶ سلنه لوړ شوی

author avatar
2 Feb 2022 - 15:51
د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۸،۶ سلنه لوړ شوی
author avatar
2 Feb 2022 - 15:51

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۰): د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د یوه امریکایي ډالر ارزښت له ۱۰۲ افغانیو ۹۵ افغانیو ته رالوېدلی دی.

د يادونې ده، د روان کال د زمري په ۲۴مه له سياسي بدلون وروسته له افغانستان سره نړيوالې مرستې کمې شوې او د امريکا متحده ایالتونو د دغه هېواد څه باندې لس ميليارده ارزي زېرمې کنګل کړې چې په پايله کې يې افغانستان ته ستر اقتصادي زيان واوښت او د بهرنیو پیسو، په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ ولوېد.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د روان کال د لېندۍ په ۲۲مه یو امریکایي ډالر په ۱۳۰ افغانۍ تبادله کېده خو لږ وروسته د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شو او د سلواغې تر ۱۱مې د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۱۰۲ افغانۍ و.

د کابل شهزاده سرای صرافانو اتحادیې مرستیال حاجي دادګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې همدا اوس چې د ماسپښین یوه بجه ده، د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۹۵ افغانۍ ده.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړوالي لامل څه دی؟ وویل،‎ لامل یې دا دی چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې مرستې یو څه ډېرې شوې او مرستې شوې پیسې په مرکز او ولایتونو کې پر خلکو وېشل کېږي.

هغه زیاته کړه: «د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو دویم لامل په افغانستان کې د وضعیت ښه والی، د اسلو په کنفرانس کې د افغانستان په سیاسي اړیکو کې ځیني پرمختګونه شوي چې موږ یې خوشبین کړي یو او همدغو خوشبینیو د افغانیو د بیې پر ښه کېدو هم اغېز کړی دی.»

د شهزاده سرای بل صراف احمدشاه پژواک ته وویل: «له پرون راهیسې د افغانۍ نرخ ثابت نه دی، کله لوړېږي او کله لوېږي.»

هغه وویل چې نن سهار یو امریکایي ډالر په ۹۳ افغانۍ تبادله کېده؛ خو له غرمې وروسته دغه بیه بېرته ۹۵ افغانیو ته ورسېده.

نوموړي په داسې حال کې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټوالي په اړه نه پوهېده، خو ویې ویل: «ډالر په بازار کې ډېر شوی. دا چې ولې زیات شوی څوک نه پوهېږي.»

د کابل په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین له پژواک سره خبرو کې وویل چې له تېرې ورځې راهیسې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.

هغه د یاد بدلو د لامل په اړه وایي: «ځانګړی لامل نه لري.»

Views: 203

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.