ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تېر یوه کال کې لسګونه زره «کا» ټابلېټونه کشف او ضبط شوي دي»

«تېر یوه کال کې لسګونه زره «کا» ټابلېټونه کشف او ضبط شوي دي»

author avatar
5 Dec 2022 - 17:17
«تېر یوه کال کې لسګونه زره «کا» ټابلېټونه کشف او ضبط شوي دي»
author avatar
5 Dec 2022 - 17:17

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): مسوولین په داسې حال کې په هېواد کې د ۸۰ زرو «کا» ټابلېټونو د کشف او ضبط خبر ورکوي چې ډاکټران د دغو ټابلېټونو کارول د انسان لپاره مرګونی بولي او وايي، د دغو ټابلېټونو ډېری قربانیان هغه ځوانان دي چې د خوښۍ په محفلونو کې ترې استفاده کوي.

د ډاکټرانو په وینا، «کا» ټابلېټونه یو ډول نشه‌يي توکي او ډېر خطرناک دي چې د امفتامین له مشتقاتو څخه دي او کیمیاوي نوم یې، ميتایل ډي اوکسي میتایل امفتامین دی. د دغو ټابلېټونو په یو ځل کارونې سره د دماغو حجرات تخريبېږي او د تفکر او تصمیم نیونې ځواک له دایمي اختلال سره مخ کېږي.

په کابل ښار کې د انتاني روغتون د عمومي داخلې متخصص فریدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ټابلېټونه د نشه‌يي توکو او روږدولو نوې بڼه ده چې د «کا» ټابلېټ په مستعار نوم يادېږي، د انفیتامین له مشتقاتو څخه دي چې کیمیاوي نوم یې «میتایل دایل اوکسي میتایل انفیتامین» دی او یو ډول روږدونکي خطرناک مواد دي.

د عمري په خبره، دغه ټابلېتونه – چې ډېری ځوانان د خوښیو په محفلونو کې ترې استفاده کوي- له خوړلو ۲۰ دقیقې وروسته مغز ته رسېږي چې انسان ته یو ډول کاذبه خوښي ورکوي.

سرچینه وایي، اغېزې یې له څلورو تر شپږو ساعتونو دوام کوي چې کاروونکي ته د جسمي او رواني ستونزو لامل کېدای شي او ان په ځینو پېښو کې د انسان د مړینې سبب هم ګرځي.

هغه له ځوانانو غواړي چې له دغو ټابلېټونو استفاده ونکړي؛ ځکه چې په یو ځل کارولو سره یې روږدي کېږي او ټول عمر به بیا په بدمرغۍ کې تېروي.

په دغه حال کې، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل هم دغه ټابلېټ خطرناک بولي او وايي، دغه ټابلېټونه چې خوشحالونکي دي، ځیني وختونه ځوانان ترې د خوښۍ په مراسمو کې استفاده کوي څو محفلونه یې لا مست او ښاد تېر شي.

خو هغه زیاته کړه: «د یادو ټابلېټونو کاروونکی له حده ډېر هیجاني کېږي او کولای شي چې په ساعتونو ساعتونو ګډا او مستي وکړي؛ خو وروسته بیا د ناکرارۍ، پرېشانۍ، د بدن حرارت لوړېدو، د زړه ضربان زیاتېدو، د عضلاتو نیونې، د خولې وچېدو، تندې او نورو په څېر ناوړه او تخریبونکو عوارضو لامل ګرځي او د دغو عوارضو له جملې د بدن حرارت لوړېدل د مړینې لامل هم ګرځېدلای شي.»

نوموړی چې د دغو ټابلېټونو ډېری کاروونکي ځوانان بولي، خو وایي چې له دغو ټابلېټونو د استفاده کوونکو دقیق شمېر نه لري، ځکه چې هېوادوال هغه په پټ ډول استعمالوي.

د شرافت په خبره، دغه ټابلېټونه معمولاً د رنګه ګولیو په ډول دي چې پر مخ یې د زړه، شاپرک، ستورو، لاتیني توري… په څېر شکلونه لیکل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ټابلېټ په ټوله نړۍ کې د غیرمجاز درملو په ډله کې شامل دي او پېر او پلور منع شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پژواک ته وویل، په تېر یوه کال کې یې نږدې ۸۰ زره «کا» ټابلېټونه یې کشف او ضبط کړي او په تړاو یې سلګونه کسان هم نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره، دغه ټابلېټونه په هېواد کې نه تولیدېږي، بلکې له بهره په قاچاقي ډول راوړل کېږي.

هغه له ټولو هېوادولو وغوښتل چې د نشه‌يي توکو د کشف او ضبط برخه کې له سرپرست حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي منسوبینو سره همکار اووسي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.