ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې سږ کال د لېوني سپیانو داړلو څه باندې ۱۹ زره پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې سږ کال د لېوني سپیانو داړلو څه باندې ۱۹ زره پېښې ثبت شوې دي

author avatar
13 Dec 2022 - 15:51
افغانستان کې سږ کال د لېوني سپیانو داړلو څه باندې ۱۹ زره پېښې ثبت شوې دي
author avatar
13 Dec 2022 - 15:51

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د روان ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې، د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په ۳۲ ولایتونو کې د لېوني سپیانو داړلو له ۱۹ زره ډېرې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي هم دي.

د «ربیس ویروس» د لېوني سپي ناروغۍ لامل کېږي؛ کله چې انسان د ربیس پر ویروس اخته حیوان لکه د سپي، پیشو، ګیدړې، غوا، پسه، وحشي ژوو او ماښام څكالي د خولو له لاړو سره په تماس کې شي، د ربیس یا لېوني سپي پر ناروغي اخته کېږي.

تر ټولو معموله لار یې د مصاب (پر ویروس اخته) حیوان له لاړو سره تماس دی؛ مصاب حیوان کېدای شي پر تاسو خوله ولګوي، ومو ګروي، ومو څټي او یا د حیوان لاړې ستاسې د بدن له ټپ سره په تماس کې شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو کنټرول ریاست د زونونو عمومي مدیر ډاکټر فخرالدین ستانکزي تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان کال له پیله تر اوسه (د لېندۍ ۲۱مه) د هېواد په کچه د لېوني سپیانو داړلو له امله ۱۹ زره او ۳۴۶ پېښې ثبت شوې دي.

د ستانکزي د معلوماتو له مخې، له یادو پېښو ۲۳۹۳ په کابل، ۲۰۷۵ په ننګرهار، ۲۰۴۳ په غزني، ۱۷۶۶ په هرات، ۱۷۰۲ په پکتیا، ۱۴۲۰ په لغمان، ۱۰۵۲ په هلمند، ۸۸۲ په کونړ، ۶۶۵ په پکتیکا، ۶۶۴ په پروان، ۶۴۹ په بغلان، ۶۴۱ په خوست، ۵۹۲ په تخار، ۴۸۳ په میدان وردګ، ۳۹۶ په بلخ، ۳۷۲ په فاریاب، ۲۶۸ په بدخشان، ۲۳۰ په کندوز، ۲۴۸ په سمنګان، ۱۵۱ په لوګر، ۸۴ په بامیان، ۸۳ په نیمروز، ۸۲ په زابل، ۷۰ په بادغیس، ۶۶ په فراه، ۶۴ په سرپل، ۶۶ په کاپیسا، ۵۰ په دایکنډي، ۳۹ په پنجشېر، نهه په اروزګان او درې نورې په غور ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په نورستان او جوزجان کې یادې پېښې نه دي ثبت شوې.

د ستانکزي د معلوماتو له مخې، په داړلو کې ۹۱۸۴ نارینه، ۳۲۱۳ ښځې او ۶۹۵۹ ماشومان شامل دي.

نوموړي دغه راز وویل چې د روان کال له پیله د لېوني سپي داړلو له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۱۶ یې په کابل او دوه په پروان ولایت کې دي.

ډاکټر ستانکزی وایي، د عامې روغتیا وزارت دا مهال په کابل او ولایتونو کې د دې ناروغۍ شاوخوا ۷۰۰۰ واکسین لري چې پېښو ته په کتو یې شمېر کم دی.

هغه ونه ویل چې څومره نور واکسین ته اړتیا ده، خو زیاته یې کړه: «دغه واکسین د ټول هېواد لپاره بسنه نه کوي؛ ځکه په ټول هېواد کې پېښې ډېرې دي، د عامې روغتیا له وزارت او نورو اړوند ادارو غوښتنه کوو چې په کافي اندازه واکسین وپېري.»

ستانکزی وایي، د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې له مالیې وزارته ځانګړې بودجه ترلاسه کړي، څو واکسین وپېري او په دې برخه کې د خلکو پوهاوي کچه هم لوړه کړي.

دی وایي، خلک دې خپل ماشومانو نه پرېږدي چې له کوڅه‌ډبو سپیانو سره لوبې وکړي او که کله یو څوک سپي وداړه تر لسو دقیقو دې ټپ په پاکو اوبو او صابون ومینځي، زخم دې نه تړي او ژر تر ژره دې ځان روغتون ته ورسوي.

د هغه په وینا، د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې د کرنې له وزارت او کابل ښاروالۍ سره هم هوکړه‌‎ليکونه لري او دغه ادارې باید دغو هوکړه‌لیکونو ته ژمنې پاتې شي.

دی وایي چې یادې ادارې د دغو هوکړو له مخې دنده لري چې د سپیانو شمېر کم کړي او واکسین یې کړي.

ښاروالي هم په دې اړه اقدامات کړي

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی وایي چې دې ادارې په کابل ښار کې د روان کال له پیله ۳۰ زره سپیان عقیم کړي او تر ۹۵ زره نورو ته یې واکسینونه لګولي دي.

بارکزي وویل چې د کابل ښاروالۍ له خوا اوس هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې دا لړۍ روانه ده.

ده وویل، د دې ادارې ځیني کارکوونکي د کابل ولسوالیو ته په نږدې ناحیو کې هم توظیف شوي څو سپیانو ته واکسینونه ولګوي او ښار ته یې له راتګ مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، په ولایتونو کې هم په دې اړه اقدامات شوي دي؛ د بېلګې په توګه، د روانې لېندۍ میاشتې په اوومه د پنجشېر ښاروالۍ وویل چې په دغه ولایت کې یې په ۱۴ ورځو کې تر ۴۰۰ ډېر کوڅه‌ډبي سپي له منځه وړي دي.

د ناروغۍ نښې او درملنه

د طب پوهان وایي، د لېوني سپي ناروغۍ په لومړیو کې ټوخی، تبه، د ستوني خوږ، د ګېډې درد، ګډوډ سوچونه او اندېښنې او وروسته د ناروغ د چلند بدلون، خواشیني، له اوبو او هوا څخه وېره، له هر شي وېره، لېونتوب، د غړو شخي، د وینې فشار بې‌نظمي، د بدن تودوخې او نبض ګډوډي، د غړو فلج، کوما او د ساه بندښت د یادې ناروغۍ نښې دي.

ډاکټران وایي، که کوم کس شکمن حیوان، په ځانګړې توګه سپی وداړي؛ سمدستي دې ټپ په میکروب ضد توکو ومینځي، د میکروب ضد توکو نه شتون پر مهال دې له اوبو او صابونه کار واخیستل شي او ژر دې روغتیایي مرکز ته ولېږدول شي.

د هغوی په وینا، که کوڅه‌ډبي سپي له منځه یووړل شي، کورنۍ حیوانات پر وخت واکسین شي او همدارنګه کورني حیوانات له ځناورو (ګېدړه، شغال، لېوه او …) لرې وساتل شي، تر ډېره بریده د یادې ناروغۍ مخه نیول کېدای شي.

Views: 238

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.