میدانوردګو کې د لېوني سپیانو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
د میدان وردګو روغتيايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسان چې ډېری ماشومان دي، لېوني سپیانو داړلي دي.
د میدان وردګو روغتيايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسان چې ډېری ماشومان دي، لېوني سپیانو داړلي دي.
غزني کې امنیتي مسوولین وايي، غزني ښار کې لېوني سپي ډېر شوي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره په ګډه یې له منځه وړو کمپاین پیل کړی دی.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې یو لس کلن ماشوم - چې کاغذونه یې ټولول - لېونیو سپیو داړلی او وژلی دی.
د روان ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې، د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په ۳۲ ولایتونو کې د لېوني سپیانو داړلو له ۱۹ زره ډېرې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي هم دي.
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې لېوني سپیانو ٣٤٠ کسان داړلي خو څوک یې له امله مړه شوي نه دي.