خوستښار (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۴): د خوست یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې د هوا له ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د لېوني سپيانو داړلو پېښې ډېرې شوې او که پر وړاندې یې اقدام ونه شي، ډېر کسان به وداړي.
خو مسوولین وايي، واکسین شته، خو د زهري موادو کموالي د سپیو د له منځه وړو مخه نیولې ده.
۶۰ کلن حاجي سالم ځدراڼ چې اته کلنه لمسۍ یې څه موده مخکې د لېوني سپي له داړلو وروسته ژوند له لاسه ورکړی وایي: «اته کلنه لمسۍ مې لېوني سپي وداړله، په دوولسمه ورځ مړه شوه، په دولتي روغتون کې واکسین نه و، درې دوزه مې ورته په خصوصي کلینیک کې ورکړ، خو نتیجه یې ورنه کړه، ډاکتر وویل، ویروس ډېر ژر مغزو ته رسېدلی و.»
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له اړوندو حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د واکسين د تطبيق ترڅنګ په ښار او کليو کې کوڅهډب سپي پر وخت له منځه يوسي او وایي چې په دغه ولایت کې د لېوني سپيانو داړلو پېښې زياتې شوې دي.
د خوست يو شمېر نور اوسېدونکي بيا وايي، دا چې هوا ورځ تر بلې ګرمېږي اړوندو حکومتي ادارو، په ځانګړي ډول د عامې روغتيا رياست مسوولينو ته په کار ده چې له لېونيو سپيانو د خوندیتوب برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د خوست يوه اوسېدونکي وزير پادشاه پژواک ته وويل: «له دې مخکې چې موږ يو شخص، ماشوم او يا ځوان له لاسه ورکړو، په کار ده چې موږ ټول خلک په ګډه يو قوي تصميم ونيسو.»
د خوست يو بل اوسېدونکی شعیب بيا وايي: «دا چې د کرمي موسم دی نو په دې وخت کې لېوني سپي هم زياتېږي؛ په لومړي سر کې مو له خلکو هيله ده چې په کوم سپي چې يې شک راځي نو له مربوطه ادارو سره دې په اړيکه کې شي څو مخه یې ونيول شي.»
بلخوا، د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د لېوني سپيانو داړلو پېښو کې کموالی راغلی دی.
د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ پژواک ته وويل، عمده ستونزه چې په ياده برخه کې ورسره مخ دي، د زهرجنو پوډرو نشتوالی دی چې لېوني او کوڅهډب سپي پرې له منځه يوسي.
دی وايي: «موږ يې د تداوي لپاره امادهکي نيولې ده، پوره وسايل يې هم لرو، مثلاً د لېوني سپي واکسين په ملکي روغتون کې شته، د ولسواليو په کلينيکونو کې هم شته؛ د موسم په کرمېدو سره دا پېښې ډېرېږي او د زياتوالي احتمال يې نور هم شته، خو مسوولين دغه شي ته متوجه دي، د مخنيوي لپاره به يې هلې ځلې وکړي.»
د ډاکټر شېراګل ځدراڼ د معلوماتو له مخې، تېر میلادي کال په خوست ولايت کې د لېوني سپيانو داړلو څه باندې ۱۳۰۰ پېښې ثبت شوې وې، خو د روان کال په تېرو درېيو مياشتو کې ۲۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP