ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان مرستیال والي د خپل پلار قاتل چې د قصاص حکم پرې جاري کېده، وباښه

د جوزجان مرستیال والي د خپل پلار قاتل چې د قصاص حکم پرې جاري کېده، وباښه

author avatar
15 Dec 2022 - 18:14
د جوزجان مرستیال والي د خپل پلار قاتل چې د قصاص حکم پرې جاري کېده، وباښه
author avatar
15 Dec 2022 - 18:14

شبرغان (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د جوزجان مرستیال والي د خپل پلار قاتل چې د قصاص حکم پرې جاري کېده، بښلی دی او په دې توګه یې د دوو قومونو ترمنځ ۳۰ کلنه شخړه او دښمني یې پای ته ورسوله.

عبدالغفور هغه کس چې بښل شوی، وايي: «تېرو ۳۰ کلونو کې څو ځله زندان ته اچول شوی یم او له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، زه خوښ یم چې د والي د مرستیال له لوري وبښل شوم او دې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شو.»

نوموړي د جوزجان مرستيال والي مولوي ګل‌محمد ته په غاړې وتلو سره له هغه مننه وکړه.

غفور زیاته کړه: «ما غلط کار کړی و او نن د مولوي ګل‌محمد د پلار پر وژلو پښېمانه یم.»

هغه چې د مولوي ګل‌محمد پلار پر وژلو پښېمانه دی، وايي: «اوس کولای شم په ارام فکر له خپلې کورنۍ سره واوسم او پرته له کومې اندېښنې خپل ژوند وکړم.»

د یاد ولایت مرستیال والي مولوي ګل‌محمد له ځینو مسوولینو سره د دغه ولایت محکمې ریاست ته ولاړ او د محکمې د حکم له اورېدو وروسته یې عبدالغفور – چې ۳۰ کاله مخکې د ده پلار یې وژلی و- وبښه او د محکمې له ریاسته یې وغوښتل چې د قصاص حکم پرې جاري نه کړي او له بند څخه یې خلاص کړي.

هغه وویل: «په ژوند کې تر ټولو ښه عمل بښنه ده او زه نه غواړم چې وینه پر وینو ومینځم، د پلار د قاتل بښل زما شخصي پرېکړه ده او عبدالغفور کولای شي په شبرغان ښار کې خپل عادي ژوند وکړي.»

نوموړي زیاته کړه: «په دې کار سره هغه ۳۰ کلنه دښمني چې زما او عبدالغفور د قومونو ترمنځ رامنځته شوې وه، ختمه شوه او د دواړو قومونو سپین ږیرو ترمنځ روغه وشوه.»

دغه‌راز د جوزجان د مرافعې محکمې رییس مفتي عبدالوهاب زاهد وویل چې د مولوي ګل‌محمد  پلار په ۱۳۷۱ کال کې په شبرغان ښار کې د دغه ولایت اوسېدنکي، عبدالغفور له لوري وژل شوی و.

هغه زیاته کړه، د مرستیال والي پلار ازاد کاروبار درلود او د څارويو او نورو مالونو پر پېر او پلو به يې د ژوند لګښتونه پوره کول.

هغه وویل: «۳۰ کاله پخوا هغه مهال چې د والي مرستیال، پلار دوه سوه څاروي د پلورلو لپاره له لیلي دښتې شبرغان ښار ته لېږدول، له عبدالغفور سره یې د څارویو پلورلو پر سر شخړه کړې وه، خو شخړه یې په جګړه اوښتې وه او عبدالغفور د مرستیال والي پلار وژلی و.»

د زاهد په وینا، عبدالغفور هغه وخت هم بندي شوی و خو څه موده وروسته ازاد شو؛ خو له هغه وخت راهيسې د دواړو قومونو ترمنځ دښمني وه او وخت په وخت به د دواړو کورنيو او قومونو مشرانو له دې امله محکمې او قومي شوراګانو ته ورغوښتل کېدل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، عبدالغفور به له اداري طی مراحلو وروسته له بنده خوشی شي.

د عبدالغفور يوه خپلوان محمدالله پژواک ته وويل: «د عبدالغفور له خوا د مرستيال والي د پلار تر وژل کېدو وروسته زموږ قوم له ډېرو ستونزو سره مخ شو او لوی جنجالونه مو تېر کړل.»

هغه په ​​ډاګه کړه، عبدالغفور او د قوم ځیني مشران څو ځله د تېر حکومت له خوا بندي شول، خو دا موضوع حل نه شوه.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامی امارت د حکومت په پیل کې هم عبدالغفور بندي و چې سپين ږیرو په ضمانت ورکولو سره هغه ازاد کړ.

د هغه په خبره، عبدالغفور له زندانه تر خوشي کېدو وروسته د کار کولو لپاره ایران ته روان شو چې له هغه وروسته د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د کلي مخور او سپین‌ږیري له ایرانه د عبدالغفور تر راتلو بندیان کړي وو.

هغه زیاته کړه: «د عبدالغفور په قضیه کې یوازې دی نه بلکې موږ یو ځای له ستونزې سره مخ وو چې بالاخره نن دغه قضیه هواره شوه او موږ د ارام ساه واخیسته.»

په ورته مهال، د جوزجان د استخباراتو رییس مولوي خوشحال په خپلو خبرو کې وویل، الله تعالی چې په قرانکریم کې د څه لارښوونو یادونه کړې، د بشریت د ژوند منظم کولو لپاره دي.

هغه زیاته کړه: «زغم او بښنه په اسلام کې ځانکړی ځای او ستر اهمیت لري چې بېلګه یې نن په شبرغان ښار کې تکرار شوه. هیله لرم چې د ټولنې نور انسانان هم دې ټکي ته پام وکړي او که په دغه ډول قضیه کې راګېر وي، رامنځته شوې ستونزه دې د بښنې له لارې حل کړي او سوله دې وکړي.»

په جوزجان کې د مدني ټولنې یوه فعال حاجي علي‌شېر انتظار وویل چې په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د قومي شخړو د مختلفو قضیو د هواري شاهد دی.

هغه وايي، د خلکو ترمنځ له زغم او تفاهم څخه په کار اخیستو او له قومي مشرانو سره د شورا له لارې د حقوقي قضیو هواری، د دغه ولايت د خلکو مخکنی ‎فرهنګ دى.

انتظار زیاته کړه: «په نننۍ ټولنه کې څو ځله شاهد وم چې د جوزجان اوسېدونکو د ځینو قضیو د حل لپاره چې حکومت یې د هواري توان نه درلود، د قومي شوراګانو له لارې هوارې کړې دي.»

هغه په خپلو خبرو کې وویل، د عبدالغفور له لوري د مرستیال والي د پلار د وژلو قضیه د یاد فرهنګ یوه ژوندۍ بېلګه ده.

نوموړي زیاته کړه: «کله چې د دوو قومونو ترمنځ ستونزې رامنځته کېږي، د قومونو ترمنځ د فاصلې او بېل‌والي لامل کېږي او د دغو ستونزو هواری د دواړو سيمو د خلکو ترمنځ د سولي او پخلاينې لامل کېږي چې موږ يې تل ملاتړ کوو.»

انتظار وویل، ښه ده چې دغه فرهنګ په ټولنه کې پیاوړی شي او ترڅنګ یې باید خلک هم وپوهول شي څو د شخړو او منفي پدیدو له رامنځته کېدو مخنیوی وشي چې د خلکو ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل کېږي.

د یادونې ده، په جوزجان ولایت کې تر دې دمه د قصاص حکم پر هیچا نه دی جاري شوی.

Visits: 2131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.