کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي، هڅه کوي چې افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه زیاته شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ازبکستانه غوښتي چې وارداتي برېښنا دې د دواړو هېوداونو ترمنځ د شوې هوکړې کچې ته ورسوي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ایرګشوف سره له دغه هېواده د وارداتي برېښنا په لېږد کې د رامنځته شوو ستونزو په تړاو ټيلېفوني خبرې وکړې.
سرچینې ويلي، ستانکزي د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ته وویل چې د ازبکستان په وارداتي برېښنا کې د کمښت له امله د ژمي په موسم کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې ستونزې رامنځته شوې دي.
ستانکزي له ازبک لوري غوښتي چې وارداتي برېښنا دې هغې کچې ته ورسوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې هوکړه شوې ده.
د سرچینې په خبره، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم یاده ستونزه ومنله او زیاته یې کړه، په دې تړاو یې د خپل هېواد له برېښنا وزارت سره خبرې کړې او هغوی د ستونزې لامل په ازبکستان کې د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا کمښت او ځیني تخنیکي عوارض یاد کړي دي.
ایرګشوف وويل، د دوی د هڅو په پايله کې د برېښنا د لېږد کچه یو څه لوړه شوې او کوښښ کوي چې افغانستان ته د برېښنا کچه لا ډېره شي.
بلخوا، د برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي د لېندۍ په ۲۲مه، پژواک ته ویلي و چې د ازبکستان د برېښنا تولید په شبکو کې ستونزه رامنځته شوې او دغه هېواد نه شي کولاى له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي.
د راپورونو له مخې، افغانستان ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوسمهال له داخلي او وارداتي سرچینو څخه یوازې ۸۵۰ میګاواټه ترلاسه کوي.
Views: 530
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن