ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې کتاب‌پلورونکي: په دې وروستیو کې د کتاب‌پلورنې بازار کمرنګه شوی

تخار کې کتاب‌پلورونکي: په دې وروستیو کې د کتاب‌پلورنې بازار کمرنګه شوی

author avatar
18 Dec 2022 - 16:32
تخار کې کتاب‌پلورونکي: په دې وروستیو کې د کتاب‌پلورنې بازار کمرنګه شوی
author avatar
18 Dec 2022 - 16:32

تالقان (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د تخار کتاب‌پلورونکي وایي، په دې وروستیو کې د کتابونو د پلور بازار کمرنګه شوی او دوی اړ دي چې خپل دوکانونه پر خوراکه فروشیو بدل کړي.

په تخار ولایت کې یو شمېر کتاب‌پلورونکي د کتابونو د پلور بازار پیکه کېدو او له مطالعې سره د ځوانانو نه لېوالتیا ته اندېښمن دي وایي، په تېر یوه کال کې کله کله د ورځې د یوه کتاب د پلور شاهدان هم نه دي.

د تالقان ښار یوه کتاب‌پلورونکي عبدالواحد له پژواک سره په خبرو کې وویل: «تېرکلونه ښه وو، د ورځې له ۱۰ تر ۱۵ کتابونه مې پلورل؛ خو په تېر یوه کال کې د ورځې آن د یوه کتاب د پلور شاهد هم نه یم؛ اوس تصمیم لرم که وضعیت همداسې دوام وکړي، خپل کتاب‌پلورنځی پر خوراکه فروشي تبدیل کړم.»

نوموړی له مطالعې سره د ځونانو نه لېوالتیا ته هم اندېښنه ښيي او ټينګار کوي چې ځوانان دې په ټولنیزو شبکو کې د بوختېدو پرځای مطالعې ته مخه کړي، څو د وړتیا او ظرفیت لوړېدو لامل یې وګرځي.

د تالقان ښار یو بل کتاب‌پلورونکی بریالی هم د خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو په منځ کې د مطالعې فرهنګ کمرنګه کېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، وروستي بدلونونه د دې لامل شول چې ډېری ښوونیز مرکزونه بند شي؛ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ډېری محصلین نورو هېوادونو ته کډوال شي او له دې چارې سره د کتابونو د پلور بازار پیکه شي.

هغه په یاد ولایت کې د مطالعې فرهنګ پر ودې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، که د مسوولینو له خوا پاملرنه ونه شي، په دغه ولایت کې به ډېر کتاب‌پلورنځي وتړل شي.

په دغه حال کې، د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست عین‌الدین مطمین که څه هم د هېواد په کچه د مطالعې فرهنګ کمرنګه کېدو ته اندېښمن دی؛ خو وايي چې دغه اداره د مطالعې فرهنګ ودې او د کتاب پلورونکو بازار غوړېدو لپاره هلې ځلې کوي.

هغه ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د کتاب‌لوستنې یو نندارتون جوړ کړي څو مطالعې ته د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو لېوالتیا ډېره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د کتاب‌لوستنې نندراتون جوړ کړی و.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.