ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور کروندګرو «انجې» کرلو ته مخه کړې ده

د غور کروندګرو «انجې» کرلو ته مخه کړې ده

author avatar
22 Dec 2022 - 14:20
د غور کروندګرو «انجې» کرلو ته مخه کړې ده
author avatar
22 Dec 2022 - 14:20

فېروزکوه (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۱): په غور کې ځيني کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د هنګ یا انجې کرلو سره لیوالتیا ډېره شوې او دوی د کوکنارو پر ځای د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال وري میاشتې په ۱۴مه د یوه فرمان په صادرېدو سره، د کوکنارو کښت په ټول هېواد کې منع شوی دی. په فرمان کې راغلي، د هر ډول نشه‌يي توکو کارخونې، کارول، پېر او پلور، واردات او صادرات په جدي توګه ممنوع دي.

د غور د دولینې ولسوالۍ یوه بزګر عبدالعظیم چې د انجې بوټي پېرلو لپاره فېروزکوه ښار ته راغلی وايي، څه باندې درې جریبه ځمکه یې د انجې کرلو ته ځانګړې کړې څو د کوکنارو پرځای یې وکري او تر هغه ښه عاید ترلاسه کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «هنګ یا انجه ښه نرخ لري، له تریاکو ښه دی، له همدې امله د خپلې ځمکې پر یوه برخه انجه کرمه، څو له دې لارې یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا کړمه او انجه د تریاکو له کښته غوره ده.»

عبدالعظیم زیاتوي چې د غور ولایت اقلیم د انجې کښت ته مناسب دی، له همدې امله سږ کال د دغه بوټي کرلو ته ورسره ډېره لیوالتیا پېدا شوې ده. هغه همداراز وویل چې د انجې کرلو پر کرلو یې څه باندې ۲۰۰زره افغانۍ لګښت کړی دی.

د غور یو بل کروندګر حفیظ‌الله حکیمي چې پر خپله دوه جریبه ځمکه انجه کرلې، وايي: «سږ کال ډېرو کروندګرو انجه کرلې، زه هم وهڅېدم چې پر خپله دوه جریبه ځمکه انجه وکرم، خدای مهربان دی چې نتیجه ورکړي او حاصل ترې راټول کړم.»

حفیظ الله زیاتوي چې یو کیلوګرام د انجې تخم یې د فېروزکوه له بازاره تر ۳۰زره افغانیو په لوړه بېه پېرلی دی.

د غور کروندګر د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ادارې له مسوولینو غواړي چې له دوی لا ډېر ملاتړ وکړي څو وکولای شي د کوکنارو پرځای د انجې کرلو دود وغوړېږي.

په ورته مهال، د کرنې برخې کارپوهان وايي چې د انجې بوټي د درملو ځانګړنه لري؛ له همدې امله له خورا لوړ ارزښته برخمن دی.

د کرنې یوه کارپوه شیرزاد وویل: «په تېرو دوو کلونو کې د انجې له کرلو سره د کروندګرو لیوالتیا ډېره شوې او خلکو د دغه بوټي کرلو ته ډېرې ځمکې ځانګړې کړې دي؛ د انجې بوټي د درملو خواص لري چې په طبابت کې ترې کار اخیستل کېږي او یو کیلوګرام تخم یې له ۲۸ تر ۳۰ زرو افغانیو ارزښت لري، د انجې شیره چې لوړه بیه لري له ۴۰ تر ۴۵ زره افغانیو پېرېدونکي لري.»

شیرزاد زیاته کړه، د انجې بوټي له درېیو تر څلورو کلونو ثمر ته رسېږي او شیره ورکوي.

د کرنیزو چارو دغه کارپوهان که څه هم په وروستیو کلونو کې د انجې کرلو برخه کې د نه پاملرنې له مله د کرنې ادارې مسوولین مقصر ګڼي، خو ټینګار کوي چې د کرنې اداره او اړوند مسوولین باید د کوکنارو بدیل لپاره د انجې کرونکي بزګر لا ډېر وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.

په ورته وخت کې، د غور د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دوی هڅه کوي چې له مرکزي مسوولینو او موسسو سره په همغږۍ د کروندګرو ملاتړ وکړي.

د غور د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امری محمدزمان قتیبه وايي: «واقعا هنګ ښه بوټی دی او ډېرو بزګرو کرلو ته یې مخه کړې ده؛ حلال کښت دی او همداراز ښه ارزښت لري، د کرنې اداره هم له خپلو همکارو بنسټونو سره هڅه کوي چې کروندګرو ته لا ډېره پاملرنه او ملاتړ یې وکړي.»

Visits: 135

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.