ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت اندارب کې د «مقاومت جبهې» د شلو کسانو وژل کېدل تایید کړل

دفاع وزارت اندارب کې د «مقاومت جبهې» د شلو کسانو وژل کېدل تایید کړل

author avatar
27 Dec 2022 - 13:40
دفاع وزارت اندارب کې د «مقاومت جبهې» د شلو کسانو وژل کېدل تایید کړل
author avatar
27 Dec 2022 - 13:40

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): ملي دفاع وزارت هغه راپورونه تایید کړل چې د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» د دوو قوماندانانو په ګډون شل کسان وژل شوي دي.

د امو په نوم یوې رسنۍ خبر ورکړی چې د بغلان په اندارب ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې قوماندان خیرمحمد خیرخواه په ګډون د دغې جبهې تر شلو کسان له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خورازمي پژواک خبري اژانس ته دغه خبر تایید کړ، خو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي په خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د هغوی دوه قوماندانان خیرمحمد خیرخواه او غازي مرادي له خپلو کسانو سره د «طالبانو» پر وړاندې وجنګېدل، خو په پای کې د مهماتو د کمښت له امله په نښه او ووژل شول.

احمدي د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د یادې جبهې ځینو نورو کسانو او امنیتي ځواکونو ته هم زیانونه رسېدلي دي.

Views: 424

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.