د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز وروستۍ څرګندونو ته غبرګون وښود
د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر وروستۍ څرګندونې د دغه هېواد د چارواکو بېکفایتي بولي او وايي چې دا ډول څرګندونې په حقیقت کې د یوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوي په معنا دي.

























