ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد یعقوب مجاهد: د افغانستان فضا اشغال ده

محمد یعقوب مجاهد: د افغانستان فضا اشغال ده

author avatar
24 Feb 2023 - 06:59
محمد یعقوب مجاهد: د افغانستان فضا اشغال ده
author avatar
24 Feb 2023 - 06:59

اټلانټا (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد نويو فارغو افسرانو ته د وینا پر مهال په ډاګه کړې چې د افغانستان فضا اشغال ده.

د ملي دفاع وزارت له خوا د کب په ۴مه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د ملي دفاع پوهنتون د ځوانو افسرانو اکاډمۍ له څوارلسمې دورې فارغو افسرانو ته کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې دوره کې ۳۸۴ افسران فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي او د ګڼ شمېر نورو وزارتونو مرستیالانو، مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مولوي محمدیعقوب مجاهد فارغو افسرانو ته وویل: «تاسې د دغه مظلوم ولس مدافعین یاست، د دې ملت او ملي حاکمیت ساتنه پر موږ او تاسې فرض ده، د دښمن پر وړاندې هر ډول دفاع ته چمتو اوسئ، خپل عزم مو قوي کړئ، په ټولو کارونو کې نیت یوازې د الله ج رضا وګرځوئ، په خپلو ځانونو او ولس پهره‌دار او څوکیدار واوسئ، د هېواد د ساتنې لپاره د قلم ترڅنګ ټوپک هم زده کړئ.»

هغه زیاته کړه، څوک چې د افغانستان د خوشحالۍ دښمن دی هغه د ټول ولس دښمن دی او په ګډه به ځپل کېږي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل: «داسې هڅې وکړو، زده‌کړې وکړو چې هیڅ بهرنی قوت بیا افغانستان اشغال نه کړي، تاسو ته د دغه مظلوم ملت سترګې دي، تاسو د دغه مظلوم ملت مدافعین یاست او د ولس تمه ده درته چې د هېواد او عزت ساتنه به کوئ.»

نوموړي افسرانو ته وویل چې الله تعالی تاسو ته عقل درکړی، په پټو سترګو باید د هیچا اطاعت ونه شي، حق او باطل باید وپېژندل شي او د هغه په رڼا کې خدمت وشي.

محمدیعقوب مجاهد په ډاګه کړه چې د افغانستان فضا اشغال ده، د ده په ګډون ټول چارواکي او عام خلک ورته ګوري خو څه نه شي کولی، ځکه بې‌وسه دي.

هغه وویل، ډېر د تاسف ځای دی، په شلو کلونو کې په افغانانو کې د یوې مرمۍ جوړولو استعداد پیدا نه شو.

نوموړی وایي : «فضا باید پخپل لاس کې واخلو، سرحدات خوندي کړو، ترڅو هر هغه څوک چې د افغانانو د ابادۍ او سوکالۍ دښمن دی او د سوله‌ییز ژوند ته دښمن دی افغانستان ته په بده سترګه ونه ګوري.»

همدا راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یادو مراسمو ته وویل: «موږ او تاسې په خپلو سرښندنو ویاړ کوو خو غرور او تکبر نه پرې کوو، موږ باید یوه لحظه هم غفلت ونه کړو او خپل مسؤولیت په ښه توګه ادا کړو.»

نوموړي زياته کړه: «موږ هيڅوک د کوم قوم په نوم نه پېژنو خو د یو افغان په نامه ټول ملت تر هر چا ښه پېژنو، خدمت يې کوو او د ملي يووالي ساتنه کوو، دا تاسې يئ چې زموږ ځمکنۍ بشپړتيا او سرحدات خوندي دي.»

ستانکزي یو ځل بیا پر بهرمېشتو افغانانو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راستانه شي،‌ دوی به یې د ځان، مال او عزت ساتنه کوي.

Visits: 2592

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.