ژبه

د ایران د دفاع وزارت پر ځینو تاسیساتو هوایي بریدونه شوي

[restrict paid="true"]

اټلانتا (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د ایران د دفاع وزارت پر ځینو تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو له خوا هوایي بریدونه شوي دي.

د ایران د دفاع وزارت د سلواغې په ۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په اصفهان کې د دفاع وزارت اړوند پر یوې ودانۍ هوایي برید شوی، خو ځاني زیان یې نه درلود.

یاد وزارت دا د «کوچنۍ مرغۍ» برید بللی چې په وینا یې، د دفاع وزارت پر یوه بنسټ شوی دی.

ایران وايي، له دغه بریده څو ساعته مخکې د اصفهان د "مهماتو" د تولید په یوه کارخونه کې یوه لویه چاودنه هم شوې ده.‌

دا چاودنه د ایران د دفاع وزارت اړوند د وسلو جوړولو یوه کارخونه کې شوې چې ویل کېږي چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي، له نېکه مرغه په دې کې څوک نه دي وژل شوي، خو دوه نورې بریدګرې بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي‌.‌

د ایران دفاع وزارت د دغه برید د پړې ګوته کوم هېواد یا ډلې ته نه ده نیولې.

تر اوسه ایران نه دي ویلي چې برید د کومې ډلې یا هېواد له خوا ترسره شوی او نه هم تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.‌

بلخوا په ټولنیزو رسینو کې ایرانیانو لیکلي چې په څو نورو سیمو کې هم ورته چاودنې او بریدونه شوي، خو تر اوسه ازادو سرچینو نه دي تایید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د اسراییل د یروشلم ښار د یهودیانو پر یوه عبادتځای د یوه وسله وال کس په برید کې اووه کسان وژل شوي وو.

له دغه برید وروسته د اسراییلو صدراعظم پر ایران تور لګولی و چې دغه برید یې ترسره کړی او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی و.

[/restrict]