ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت وايي، له بګرامه ورک شوي دوه امریکایي کرینونه یې ترلاسه کړي

دفاع وزارت وايي، له بګرامه ورک شوي دوه امریکایي کرینونه یې ترلاسه کړي

author avatar
1 May 2023 - 15:33
دفاع وزارت وايي، له بګرامه ورک شوي دوه امریکایي کرینونه یې ترلاسه کړي
author avatar
1 May 2023 - 15:33

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وایي، هغه دوې عرادې امریکایي کرینونه یې ترلاسه کړي چې د اسلامي امارت واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د بګرام له هوايي ډګره ایستل شوي وو.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وسایط د دغه وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو ځواکونو د یو لړ کشفي راپورونو پر بنسټ د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند سيمه کې ترلاسه شوي دي.

سرچینې لیکلي، دغه وسایط د اسلامي امارت واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د پروان د بګرام له هوایي ډګره ایستل شوي وو او اوس بېرته د بګرام هوایي ډګر فرقې ته سپارل شوي دي.

Views: 1642

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.