ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ښځو سوداګریز مارکېټ له بندېدو سره سلګونه ښځې بې‌کاره شوې دي

کندهار کې د ښځو سوداګریز مارکېټ له بندېدو سره سلګونه ښځې بې‌کاره شوې دي

author avatar
7 Jan 2023 - 13:46
کندهار کې د ښځو سوداګریز مارکېټ له بندېدو سره سلګونه ښځې بې‌کاره شوې دي
author avatar
7 Jan 2023 - 13:46

کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): په کندهار ښار کې د ښځو یوازیني سوداګریز مارکېټ له بندېدو سره سلګونه ښځې – چې د لاسي صنایعو او نورو توکو د تولید او پلور په برخو کې پر کار بوختې وې – بې‌روزګاره شوې دي.

د کندهار ښار په عینو مېنه کې د ښځو دغه یوازینی سوداګریز مارکېټ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د نړۍوالې ټولنې د ښځو اقتصادي پياوړتیا پروګرام، د یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی و چې د ۲۵۰ زره ډالرو په ارزښت پکې پانګونه شوې وه او ۳۷ بېلابېلې هټۍ پکې پرانیستل شوې وې.

په یاد مارکېټ کې ۲۵۰ ښځې په مستقیم او سلګونه نورې په غیرمستقیم ډول د لاسي صنایعو او نورو توکو پر تولید او پلور بوختې وې چې ډېرې یې د کورنیو سرپرستانې دي.

یاد مارکېټ د مسوولینو له لوري د ښځو د زده‌کړو، تحصیل او په موسسو کې د کار ځنډولو په لړ کې تازه بند شوی دی.

د یاد مارکېټ یوې خیاطې پېروزې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مارکېټ د ښځو لپاره یوازینی ځانګړی ادرس و چې سلګونو ښځو پکې خپل تولید شوي توکي پلورل، خو له بده‌مرغه دا ځای یې هم وتاړه.

هغې زیاته کړه: «تېره شنبه یوه ډله طالبان راغلل او موږ ته یې خبر راکړ چې شیان مو ټول کړئ او نور مارکېټ ته مه راځئ، موږ پوه نه شو چې دوی له کومې خوا راغلي او مارکېټ د چا په امر بندوي.»

نوموړې چې دغې پرېکړې سخته دردولې وايي، دغه ځای دوی ته د کور په څېر و، ځکه یوازې ښځې په کې پر کار بوختې وې او مشتریانې یې هم یوازې ښځې وې، نارینه‌وو ته اجازه نه وه چې دغه مارکېټ ته ورشي خو پر دې هر څه سربېره یې بند کړ.

د هغې په خبره، په یاد مارکېټ کې ښځو جامې، حجابونه، د کور پردې او نور زینتي توکي تولیدول او پلورل او له دې لارې یې اولادونو ته نفقه برابروله.

د یاد مارکېټ یوې بلې هټۍوالې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، خاوند یې څلور کاله مخکې په جګړه کې وژل شوی او خپله کونډه ده، له خپلو دوو لوڼو سره یې دلته کار کاوه خو له دغه ځایه هم محرومه شوه.

دا وايي، د څلورو نجونو مور ده او مجبوره ده چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي.

هغې زیاته کړه: «دلته مې د اولادونو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوله، که لږ وه که ډېره، ګوزاره مو کوله، اوس چې دا هم نشته نو څه وکړم؟ د خلکو په کورو کې هم کار نه پيدا کېږي، ډېره ګرځېدلې یم اخر موږ څه وکړو؟»

زرمینه هغه مېرمن ده چې په دغه مارکېټ کې یې شاوخوا ۳۰ ښځو ته د خیاطۍ او لاسي صنایعو په برخو کې د کار زمینه برابره کړې وه او د هغوی تولیدات یې په وړ بیه پلورل.

هغې پژواک اژانس ته وویل: «د ښځو مارکېټ یوازینی ځای و چې د دوی تولیدات نورو ولایتونو او خارج ته ورڅخه وړل کېدل، خو اوس به ښځې غاړې او نور لاسي صنایع په کور کې جوړوي، خواري به کاږي او پر دوکاندارنو به یې په نیمه بیه خرڅوي.»

په یاد مارکېټ کې د لسګونو بې‌سرپرسته مېرمنو ترڅنګ – چې خپلو کورنیو ته یې نفقه برابروله – یو شمېر هغه نجونې هم پر خیاطۍ، سینګارتون او نورو کسبونو  بوختې وې چې وار له مخه یې زده‌کړې ځنډول شوې دي.

له دغو نجونو یوه عزیزه ده چې د «طالبانو» له واکمنېدو وروسته یې زده‌کړې په دوولسم ټولګي کې نیمګړې پاتې شوې او وروسته یې د خیاطۍ زده‌کړې ته مخه کړې وه.

هغه وایي: «د مکتب زده‌کړې مې په اخري کال کې نیمګړې پاتې شوې، له څو میاشتو تېرېدو وروسته مې دلته د خیاطۍ کورس پیل کړ، غوښتل مې کسب زده کړم، ځکه د ښوونځیو له پرانیستو ناهیلې شوې وم، خو دا ځای یې هم راباندې بند کړ.»

دغه ښځې له مسوولینو غواړي پر خپلې پرېکړې غور وکړي، مارکېټ دې پرانیزي او ښځو ته دې اجازه ورکړي چې کار وکړي او له دې لارې خپلو اولادونو ته نفقه پيدا کړي.

پر همدغه مهال د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي، په هېواد کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، باید د هغو مشروع کارونو ملاتړ وشي چې د اقتصاد په وده کې رول لري.

د دغه ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس سید سرور اماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د هر هغه مشروع کار ملاتړ باید وشي چې پر اساس یې په هېواد کې یتیمان او کونډې له حلال رزق څخه برخمن کېږي.

هغه زیاته کړه: «یوه لویه ستونزه چې موږ ورسره مخ یو اقتصادي ستونزه ده، نو موږ باید د هر هغه مشروع کار ملاتړ وکړو چې له مخې يې یتیم ماشومان او کونډې پر نس مړېږي.»

هڅه مو وکړه د یاد مارکېټ بندېدو په اړه د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسوولینو نظر واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره و نه توانېدو.

د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید بیا پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې اړه معلومات کوي چې دغه مارکېټ څنګه تړل شوی دی.

خو هغه نور جزیات ور نه کړل چې دغه مارکېټ کله او د چا له خوا تړل شوی او ښځې چا منع کړې دي.

له زده‌کړو او تحصیل وروسته په هېواد کې د ښځو پر کار هم محدودیتونه ډېر شوي چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه راپارولي دي.

خلک وایي، د ټولنې نیمايي برخه یعنې ښځې د زده‌کړو او کار له حق څخه بې برخې کول به افغان مېرمنې او په ټوله کې ډېرې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي.

Visits: 247

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.