جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې سرپرست رييس وايي، په دغه ولایت کې د کابل سيند دواړو غاړو ته زرګونه جريب ځمکه غصب شوې چې د راګرځولو لپاره یې پر يوه پلان کار کوي.
مولوي محمد صادق هاشمي چې پرون (د مرغومي ۲۰مه) يې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور په رياست کې خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل، د کابل سيند دواړو غاړو ته د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو لپاره په لومړي سر کې له درونټې تر ثمرخېلو سيمې پورې ۴۰ متره سړک جوړېږي چې د سيند غصب شوې ډېرې ځمکې به بېرته راوګرځول شي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نورمحمد حنيف وويل، د دغه کنفرانس جوړېدو موخه اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی دی چې هره اونۍ به د څو ادارو مسوولين په کې د خپلو فعاليتونو په تړاو معلومات ورکوي.
دغه راز د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې سرپرست مولوي محمد صادق هاشمي وويل، دا اداره د اوبو د مهار، سربندونو، کانالونو او بندونو جوړولو برخو کې کار کوي.
هغه وويل، له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې دې ادارې د بېلابېلو مرستندويه ادارو په همکارۍ ۱۲۶ سربندونه بيارغولي او ۴۲۶ نور سربندونه به په راتلونکي کې د مرستندويه ادارو په همکارۍ ورغول شي.
دی وايي، د اوبي او للمي ځمکو د ابادۍ لپاره يې په ښېوې ولسوالۍ کې يو لوی کانال جوړ کړی او په کوټ ولسوالۍ کې يو کانال تر کار لاندې دی چې د دواړو کانالونو جوړولو چارې د جاپان د سولې او روغتيا موسسې (PMS) له خوا پر مخ تللې دي.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو کلونو کې به په ننګرهار کې د خصوصي سکټور، مرستندويه ادارو او د حکومتی بودجو په لګښت شپږ د اوبو بندونه جوړ شي چې ورسره به زرګونه شاړې ځمکې ابادې شي او د برېښنا د توليد برخه کې به ترې هم ګټه واخیستل شي.
هغه زياته کړه: «موږ چې د کابل سيند کوم حريم اټکل کړی، ۳۵۰ متره دی چې ۱۵۰ متره د سيند يوې خوا او ۱۵۰ د سيند بلې خوا ته دی؛ اوس دواړو خواوو ته ډېرې برخې يې غصب شوې دي.»
دی دغه راز وايي، د کونړ سيند چې د بهسودو او کامې ولسوالۍ ډېرې ځمکې يې تخريب کړې دي، د مهار لپاره يې له يو شمېر مرستندويه موسسسو سره کار روان کړی چې تر اوسه يې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له لارې د بهسودو په قاسماباد سيمه کې ۱۵۰۰ متره استنادي دېوال جوړ کړی دی.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن