ګردېز (پژواک، ٢٢ مرغومى ١٤٠١): د پکتيا د پوهنې رياست وايي چې دغه ولايت څه باندې اته سوه زره ټوکه د ښوونځيو درسي کتابونه ور رسېدلي چې ډېر ژر به پر زدهكوونكو ووېشل شي.
د پکتيا ولايت د پوهنې رييس احمدخالد جلال پژواک خبري اژانس ته وويل چې له اړوند وزارته د پوهنې رياست ته ٨٢٠٠٠٠ ټوکه درسي کتابونه ور رسېدلي چې ډېر ژر به يې د وېش لړۍ پيل شي.
نوموړى وايي چې د پکتيا په ډېرو ښوونځيو کې د کتابونو کمښت ستونزه موجوده ده چې له دې سره به حل شي.
د جلال په خبره، هڅه کوي چې د ژمي له رخصتيو په استفادې دغه درسي کتابونه د پکتيا ټولو ښوونځيو ته ورسوي څو زدهكوونكو ته ورکړل شي او ګټه ترې پورته کړي.
د پوهنې ریيس په خبره، په دغو کتابونو کې له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې ټول کتابونه شامل دي.
د پکتيا ولايت زدهکوونکي وايي چې سږ کال یې د کتابونو د کمښت له امله زدهکړې ټکنۍ وې.
ګردېز کې د نهم ټولګي زدهکوونکو ذاکرالله پژواک ته وويل چې اوس مهال له نورو زدهکوونکو سره په يوه خصوصي کورس کې د خپل ښوونځي کتابونه لولي.
نوموړى وايي: «سږ کال يې په مکتب کې کتابونه رانه کړل، همدا و چې له اتم څخه نهم ټولګي ته په ټيټه نومره بريالی شوم.»
د يادونې ده، د پکتيا ترڅنګ د يو شمېر نورو ولايتونو ښوونځيو زدهکوونکو هم د درسي کتابونو له کموالي شکايتونه کړي دي.
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن