مزارشریف (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په ودانۍ کې اور لګیدلى چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ زیان يې اړولی دی.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري پژواک خبري اژانس ته ویلی چې دغه اور لګېدنه پرون ماښام ۵:۳۰ بجې د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوى چې درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
د نوموړي په وینا په دې اور لګیدنه کې د دهدادي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ودانۍ تر ډېره تخریب شوې او یو شمېر نظامي تجهیزات هم په کې سوځېدلي دي.
Views: 66
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن