کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): یوه مور او د هغې درې کلنه لور د کابل په ۱۵۰ بستریز او پلار په کابل کې د روږدو درملنې په ۱۰۰۰ بستریز روغتون کې له نشهیي توکو د خلاصو ن لپاره مبارزه کوي؛ دغه ځورېدلې مور وايي، روږديتوب د دې لامل شوی چې درې اولادونه یې نادرکه شي.
د بلخ ولايت د زراع ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۰ کلنه رخشانه وايي، اته کاله مخکې يوه کس ته په بدو کې ورکړل شوه چې روږدی نه و، خو له يوه کال ګډ ژوند وروسته يې خاوند نشهيي توکو ته مخه کړه.
هغه له دوه کاله ګډ ژوند وروسته له خپل خاوند او څلورو ماشومانو سره کابل ته راغله، خو د رخشانې تیاره او بدمرغې ورځې پیل شوې.
که څه هم هغې له روږديکېدو مخکې د خپل خاوند د کار او اقتصادي وضعيت په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې په کابل کې یې د اوسېدو ځاى نه درلود، د ورځې به یې تر ماښامه پر سړکونو سوالګري کوله.
د رخشانې په خبره، خاوند به یې تل وهله ټکوله او دې ته به يې اړ ایستله چې هغه ته د نشهيي توکو پيسې پيدا کړي.
رخشانه په لپو لپو ژاړي او پرلهپسې د خپل ژوند دردوونکي داستانونه بیانوي او وایي، د خاوند د روږدیکېدو له امله یې یوه لور او دوه زامن ترې ورک شوي دي.
رخشانې په ژړغوني غږ وویل: «زما لور یې تېر ایسته چې پلار دې معتاد دی، ته پیسې پیدا کوې او ده ته یې ورکوې، زما لور ناڅاپه له لارې نه ورکه شوه، یو ۴ کلن زوی مې له سړکه ورک شو، یو ۵ کلن زوی مې په هوټل کې شاګرد و، د هوټل خاوند اولاد نه درلود، غلایې کړ.»
هغه چې اوس له خپلې درې کلنې لور سره د کابل ښار په خوشحال خان کې د روږدو د درملنې ١٥٠ بستريز روغتون ته لېږدول شوې او هلته بستر ده وايي، له روغتونه په رخصتېدو سره به هڅه وکړي چې خپل اولادونه پیدا کړي.
نوموړې چې د خوراکي او نشهیي توکو لګښت د سوالګرۍ له لارې تر لاسه کوي وايي: «د بابه مزاري په چوک کې کېناستم او له چا مې غوښتنه نه کوله، هر چا به چې څومره راکولې، کله به د ورځې زر، کله به مې د ورځې ۱۰ زره افغانۍ راټولولې او ځینې وخت به هیڅ هم نه و.»
هغې چې په وار وار یې ویل، دا او لور یې روږدې نه دي او د اوسېدو ځای نه درلودو له امله دغه روغتون راړول شوې، خو د دغه مرکز یوې ارواپوه ډاکترې ناجیې بخشي وویل: «که څه هم چې زلیخا په مستقیم ډول کارونکې نه ده، خو په غیرمستقیم ډول چې د لوګي په ساحه کې موجوده وه، د روږديکېدو نښې نښانې لري او که موږ یې درملنه ونه کړو، هغه په راتلونکي کې په مستقیم ډول د نشهیي توکو کاروونکې کېږي.»
هغې زياته کړه، له دې امله چې د زليخا له مور رخشانې سره ډېر تاوتريخوالي او ظلم شوی، رواني حالت يې ډېر خراب دى.
سرچينې زياته کړه: «ستونزه دا ده چې روږديتوب ډېر اړخونه لري او که یي اقتصادي او د سرپناه ستونزه حل نه شي، نو بېرته به ورته مخه وکړي. د بېلګې په توګه، رخشانه د کورنۍ سرپناه نه لري او د امکاناتو نشتوالي له امله ښايي بېرته پلسوخته ته لاړه شي، نشې ته زړه ښه او بېرته ورته مخه کړي.»
هغه وايي، مخکې دغو روږدو ښځو په حرفوي برخه کې هم کار کاوه، خو اوس دغه برخې درېدلې او له ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي، په لومړۍ ورځ چې رخشانه دغه مرکز ته راوړل شوې وه، ډاکترانو دا نه شوای تشخیصولای چې ایا هغه په مستقيم او که غيرمستقيم ډول روږدې ده؟ فزیکي وضعیت یې خراب و، خو اوس چې تر درملنې لاندې ده، وضعیت یې ښه شوی دی.
نوموړې زیاته کړه: «زموږ لویه ستونزه همدا ده، که یو سړی معتاد وي، موږ له دومره ستونزو سره نه مخ کېږو لکه څومره چې ښځه روږدې وي؛ ځکه د ماشومانو تربیه پر ښځو ده او که روږدې وي یا تاوتریخوالی ورسره کېږي، نو ماشومان یې هم د هغې په شان کېږي.»
ډاکټر ناجیه وايي، دا ډېره دردوونکې ده، که د دغو مېرمنو مخه ونه نيول شي، ښايي نورې کورنۍ هم بدبخته کړي او ځوانان بايد پاملرنه وکړي. ځکه که کورنۍ خپلو ماشومانو ته پام ونه کړي، د هغوى مخنيوى ورته ستونزمن کېږي او کورنۍ بايد خپلو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته پاملرنه وکړي.
دا یوازې زلیخا او د هغې مور نه دي چې د نشهیي توکو قرباني شوې دي، بلکې په افغانستان کې ډېرې داسې ښځې او ماشومان هم شته چې د خپلو کورنیو د نارینهوو د روږديکېدو له امله پر نشهیي توکو روږدي شوي دي.
د روږدو کسانو د درملنې د١٥٠ بستريز مرکز ناظرې ډاکترې ښايسته حکيم پژواک ته وويل، ډېرى دغه مېرمنې د خپلو روږدو خاوندانو له لارې پر نشهيي توکو روږدي کېږي او ماشومان يې هم په ناڅاپي ډول دې کندې ته غورځېږي.
هغې زیاته کړه: «په ټوله کې موږ اوسمهال په روغتون کې ۸۵ بستر ناروغان لرو چې ماشومان او لویان پکې شامل دي.»
د نوموړې په خبره، دا مهال د زياتو معتادينو ښځو او ماشومانو د بسترولو په برخه کې کومه ستونزه نه لري او کولاى شي ډېر روږدي کسان بستر کړي او درملنه یې وکړي.
Hits: 129
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن