میدانښار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس وايي، په دغه ولایت کې د روږدو لپاره د درملنې ترڅنګ د اسلام له نظره د نشهيي توکو حراموالي او زیانونو په اړه د پوهاوي زمینه هم برابره شوې ده.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر زرک ځیرک نن (د سلواغې ۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په مرکز کې د روږدو د درملنې مرکز لري او د هوا په سړېدو سره پکې د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.
د نوموړي په وینا، په یاد مرکز کې روږدو کسانو ته د ارشاد، حج او اوقافو او امربالمعروف ریاستونو په همغږۍ د اسلام مبارک دین له نظره د نشهيي توکو د حراموالي او زیانونو په اړه پوهاوی ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: «پخوا به ناروغانو له درملنې ورسته بېرته معتادۍ ته مخه کوله، خو اوس ورته له دیني اړخه د حراموالي او زیانونو اړوند روزنه ورکول کېږي او دغه کار هغوی ته ډېره ګټه کړې.»
ځيرک دا هم وویل چې په دغه مرکز کې ۴۰ بسترونه او نور هر ډول امکانات شته او هیڅ راز ستونزه نه لري.
د اللهمحمد په نوم یو روږدی چې د روږدو درملنې مرکز کې بستر دی پژواک ته وویل، دوی ته د درملنې ترڅنګ د دیني زدهکړو زمینه هم برابره شوې او هیله لري چې نور به د تل لپاره له نشې سره مخه ښه وکړي.
هغه وویل:«اوس تر پخوا ډېر ښه شوی یم، موږ سهار درس وایو او له درس ویلو ورسوته سپورټ کوو.»
د نجیب په نامه یو بل روږدی هم د روغتون له خدماتو خوښ دی او له ټولو هغو روږدو کسانو چې تر اوسه يې د درملنې لپاره اقدام نه دی کړی، غواړي چې ژر تر ژره دې دغه مرکز ته مراجعه وکړي.
د یادونې ده، د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د روږدو د درملنې مرکزونه شته او د اسلامي امارت په واکمنېدو نشهیان د پولیسو له خوا دغو مرکزونو ته بېول کېږي او له درملنې وروسته يې خپلو کورنیو ته سپاري.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن