ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیا ریاست: میدان وردګو کې روږدو ته د درملنې ترڅنګ د نشه‌يي توکو زیانونو په اړه د پوهاوي زمینه برابره شوې

روغتیا ریاست: میدان وردګو کې روږدو ته د درملنې ترڅنګ د نشه‌يي توکو زیانونو په اړه د پوهاوي زمینه برابره شوې

author avatar
23 Jan 2023 - 16:06
روغتیا ریاست: میدان وردګو کې روږدو ته د درملنې ترڅنګ د نشه‌يي توکو زیانونو په اړه د پوهاوي زمینه برابره شوې
author avatar
23 Jan 2023 - 16:06

میدان‌ښار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس وايي، په دغه ولایت کې د روږدو لپاره د درملنې ترڅنګ د اسلام له نظره د نشه‌يي توکو حرام‌والي او زیانونو په اړه د پوهاوي زمینه هم برابره شوې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر زرک ځیرک نن (د سلواغې ۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په مرکز کې د روږدو د درملنې مرکز لري او د هوا په سړېدو سره پکې د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

د نوموړي په وینا، په یاد مرکز کې روږدو کسانو ته د ارشاد، حج او اوقافو او امربالمعروف ریاستونو په همغږۍ د اسلام مبارک دین له نظره د نشه‌يي توکو د حرام‌والي او زیانونو په اړه پوهاوی ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه: «پخوا به ناروغانو له درملنې ورسته بېرته معتادۍ ته مخه کوله، خو اوس ورته له دیني اړخه د حرام‌والي او زیانونو اړوند روزنه ورکول کېږي او دغه کار هغوی ته ډېره ګټه کړې.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.