ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات خلک د دغه ولایت په ولسوالیو کې د تاریخي ابدو وضعیت ته اندېښمن دي

د هرات خلک د دغه ولایت په ولسوالیو کې د تاریخي ابدو وضعیت ته اندېښمن دي

author avatar
29 Jan 2023 - 16:01
د هرات خلک د دغه ولایت په ولسوالیو کې د تاریخي ابدو وضعیت ته اندېښمن دي
author avatar
29 Jan 2023 - 16:01

هرات (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې تاریخي ابدې د تېرو جنګونو او د پخوانیو حکومتونو نه پاملرنې له امله ویجاړې شوې دي او له حکومته غواړي چې د رغونې او ساتنې برخه کې یې اقدام وکړي.

د هرات ولایت د شین‌ډنډ ولسوالۍ د چهارمحل سیمې اوسېدونکي سعدالله له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل، په سيمه کې یې د «ارګ چهارمحل» په نوم یوه تاریخي کلا وه خو په دغه ولسوالۍ کې د جګړو له امله ویجاړه شوې او ځمکه یې د سیمې اوسېدونکو له خوا غصب شوې ده.

هغه زیاتوي: «دغه کلا د هرات له تاریخي ودانیو څخه وه، که رغول شوې وای نو ډېر سیلانیان به یې ځانته جذب کړي وو؛ خو تاریخي ابدو ته د خلکو نه پاملرنې او د وخت حکومت نه حاکمیت د دې لامل شو چې دغه تاریخي ودانۍ له منځه لاړه شي.»

د یاد ولایت د اوبه ولسوالۍ د ګناباد سیمې یو اوسېدونکی سیدمعصوم احمدي هم په دې باور دی چې په سیمه کې یې د ۳۰۰ کلونو لرغونتوب په لرلو سره یوه تاریخي ابده شته چې پخوانیو پاچاهانو به هلته له خپلو مېلمنو هرکلی کاوه.

خو نوموړی زیاتوي چې اوس یوازې د دغې تاریخي ابدې یوه برخه پاتې چې دېوالونه یې د هغې د لرغونتوب ښکارندوی کوي او نور له ټوله له منځه تللې ده.

د احمدي په خبره، دغه تاریخي ودانۍ «تخت عمارت» نومېږي او د تاریخ په کتابونو کې هم ترې یادونه شوې ده.

په همدې حال کې، په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د «خسرو جان او چکنده جان» په نومونو تاریخي ابدې شته چې له مرکزه اوسېدونکې یې لیدو ته ورځي.

خو د دغې تاریخي ابدې وضعیت د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د پښتون‌زرغون ولسوالۍ د رباط‌‍‌‎‎ خواجه سيمې اوسېدونکى نعمت‌الله وايي، دغه تاريخي ابده څه باندې ۳۰۰ کاله لرغونې ده او د دې ولسوالۍ د لیدو وړ له ځايونو شمېرل کېږي.

خو نوموړي څرګنده کړه چې د مسوولينو نه پاملرنه د دغې ابدې د ځينو برخو د ويجاړېدو لامل شوې ده.

د هرات ولايت فرهنګیان هم وايي، هر حکومت مکلف دى چې د هېواد د فرهنګي شتمنيو، تمدن او تاريخي ابدو ساتنه وکړي او په دې برخه کې خلک هم له فرهنګي بنسټونو سره په همکارۍ مکلف دي.

د هرات ولايت یوه فرهنګي‎ فعال نهیک فلاح له پژواک سره په خبرو کې وويل، تاريخي ابداتو ته پاملرنه د حکومت اساسي دنده ده چې بايد له ويجاړېدو یې مخنیوی وکړي.

فلاح څرګنده کړه چې د هر ډول تاريخي ابداتو په له منځه تلو سره به د هېواد ملي هويت له منځه ولاړ شي او په دې برخه کې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کچه لازمه پاملرنه او له وس سره سم پلان جوړ شي.

بل‎خوا، د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني وایي: «اسلامي امارت له بریا او واکمنېدو وروسته د هېواد تاریخي اثارو ته په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې ډېره پاملرنه کړې او  یوشمېر هغه تاریخي ځایونه یې بېرته رغولي چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ وو.»

هغه د ولسوالیو په کچه د تاريخي ابداتو وضعيت ته په اشارې سره وايي، اوسمهال داسې کومه ابده نشته چې د نړېدو له ګواښ سره مخ وي او که په دې اړه کوم راپور موجود وي، دغه اداره به ژر تر ژره رسېدنه ورته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات له ۸۰۰ تاریخي ابدو ډېر یې د دغه ولایت په ولسوالیو کې دي.

د یادونې ده، په ژمي کې تل د باران او واورې ورېدو له امله د تاریخي ابدو د نړېدو احتمال ډېر وي.

Visits: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.