پلخمري (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولايت په مرکز پلخمري کې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د بغلان د استخباراتو ریاست له مطبوعاتي څانګې څخه پژواک اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د استخباراتو ریاست منسوبینو د کشفي معلوماتو له مخې، د پلخمري ښار په یوه سیمه کې په ناقانونه توګه ساتل شوې وسلې او نور مهمات ترلاسه کړي دي.
د خبرپانې د معلوماتو پر اساس، په ترلاسه شوو وسلو کې ۵ کلاشینکوفونه، یو میل راکټ، ۱۴ تمانچې، ۱۳ لاسي بمونه، ۱۳ بکسې د پیکا مرمۍ، پنځه بکسې د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۰ د هاوان مرمۍ، ۱۹ زرهې واسکټونه او نور مهمات شامل دي.
سرچينه زياتوي، د يادو وسلو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د بغلان د حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې تر دې وړاندې هم يو شمېر ناقانونه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن