ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني موزیم لیدونکي ۵۰ سلنه ډېر شوي

د غزني موزیم لیدونکي ۵۰ سلنه ډېر شوي

غزني ښار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د دغه ولایت د موزیم د تاریخي اثارو لیدو ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي چې د پخوا په پرتله یې شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیدالله نثار غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا به د غزني موزیم له تاریخي اثارو د ورځې په اوږدو کې له ۲۰ تر ۲۵ کسانو لیدنه کوله خو اوس شاوخوا ۵۰ او کله کله له دې هم ډېر کسان د دغه موزیم نندارې ته ورځي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال د غزني له موزیمه ۲۵۰۰ کسانو لیدنه کړې، ډېر یې هغه کورني او بهرني سیلانیان دي چې د هېواد له ګوټ ګوټ او بهرنیو هېوادونو راغلي خو د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو د راغلو لیدونکو شمېر زرګونو ته رسېږي چې کره شمېره یې له موږ سره نشته.»

دی وايي، غزني د هېواد لرغونی او تاریخي ولایت دی چې زیارتونه، ملي موزیم، تاریخي ابدات او نورې لرغونې سیمې یې په بیا بیا لیدلو ارزي.

د ده په خبره، د غزني په موزیم کې زرګونه تاریخي اثار موجود دي چې له اسلام مخکې او وروسته دورو (باختریانو، کوشانیانو، غزنویانو، غوریانو، ساسانیانو او نورو…) پورې تړاو لري.

هغه دغه اثار ډبرین، فلزي، چرمي سفالي، کاشي او مسي یاد کړل چې ځیني یې ان تر ۲۵۰۰ کلونو لرغونتیا لري.

دی وايي، اوسمهال د دغه موزیم په نندارتون کې د اسلامي دورې ۱۵۰ اثار نندارې ته اېښودل شوي چې ډېر یې د غزنویانو او تیموریانو په دورو پورې اړه لري خو ۱۲۰۰ نور اثار په زیرمتون کې ساتل کېږي.

د نوموړي په خبره، د ځای تنګوالي له امله نه شي کولای پاتې اثار نندارې ته کېږدي.

بلخوا، د غزني ځايي اوسېدونکي او د موزیم لیدونکي وايي، که حکومت په دغه ولایت کې اسانتیاوې ډېرې او د بیارغونې چارې چټکې کړي، نو سیلانیان به لا ډېر شي چې په پایله کې به د دغه ولایت اقتصاد هم ورسره وغوړېږي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت دې په دغه ولایت کې د جګړو له امله ویجاړې شوې لارې ورغوي او نورې پرمختیايي پروژې دې پلې کړي څو دغه ولایت ته ډېر سیلانیان رامات شي.

دی وايي، له دې لارې به ډېر عواید ترلاسه شي چې هم به حکومت ته ګټه ورسېږي او هم به د ځايي خلکو ژوند ښه شي.

له بامیان ولایته د غزني موزیم لیدو ته راغلي علي سجاد پژواک ته وویل، دغه موزیم دې پراخ شي او لا ډېر اثار دې نندارې ته کېښودل شي، په داسې حال کې چې اوس په دغه موزیم کې یوازې د ګوتو په شمېر تاریخي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، په دغه موزیم کې د بودایزم او اسلامي دورې په سلګونو تاریخي اثار موجود دي چې باید نندارې ته کېښودل شي څو د سیلانیانو د بیا بیا راتلو سبب وګرځي.

دغه راز، د عبدالقیوم په نوم د موزیم بل لیدونکی بیا د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته غوښتنه کوي چې په دغه موزیم کې دې داسې کسان پر دندو وګومارل شي څو لیدونکو ته د تاریخي اثارو په اړه معلومات ورکړي.

دی وايي، اوسمهال په دغه موزیم کې اېښودل شوو اثارو ته د کاغذونو پر ټوټو لنډ معلومات لیکل شوي چې بشپړ وضاحت نه لري.

غزني د هېواد په سوېل‌ختیځ زون کې لرغونی ولایت دی چې له ۲۰۰ ډېر تاریخي ابدات، لرغونې سیمې او تفریحي ځایونه لري او د نړۍ مورخینو او لرغونپوهانو یې په اړه په خپلو اثارو کې یادونې کړې دي.

د دغه ولایت موزیم په ۱۳۵۶ لمریز کال کې جوړ شوی چې د هېواد له غني او بډایه موزیمونو ګڼل کېږي.

Visits: 138

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.