ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې پر سینه ‌بغل اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

غور کې پر سینه ‌بغل اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

author avatar
21 Feb 2023 - 16:21
غور کې پر سینه ‌بغل اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی
author avatar
21 Feb 2023 - 16:21

فېروزکوه (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): په غور کې پر سینه بغل د اخته ماشومانو ځینې کورنۍ په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکایت کوي؛ خو د دغه روغتون مسوولین د ستونزې د تاید ترڅنګ  په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ د ډېرېدو خبره کوي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د غور ولایتي روغتون ۲۰۰ بسترونه لري چې ۸۰  یې د ماشومانو لپاره ځانګړي شوي دي.

د فېروزکوه ښار د کډوالو شهرک کلي اوسېدونکې ٤٨ کلنه سکينه چې د خپلې لمسۍ د درملنې لپاره د غور ولايتي روغتون راغلې، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، لمسۍ يې له شپږو ورځو راهیسې د سينه‌ بغل له امله په دغه روغتون کې بستر ده.

هغه زياتوي چې ولايتي روغتون د بسترونو له کمښت سره مخ دى او لمسۍ یې له درېیو نورو ماشومانو سره په یوه چپرکټ کې تر درملنې لاندې ده.

هغه وايي: «شپږ ورځې کېږي خپله لمسۍ مې روغتون ته راوړې، ناروغه ده، ډاکترانو وویل چې سینه بغل شوې، تاسو خپله وینئ چې ځای نشته، په هر چپرکټ کې ۶ ناروغان دي، د ناستې  لپاره ځای نشته، څه وکړو.»

دغه مېرمن چې له اقتصادي ستونزو شکايت کوي وايي، کورنۍ يې په سختۍ سره د لمسۍ درمل چمتو کوي.

هغې زياته کړه: «روغتون وړيا درمل نه ورکوي، موږ پیسې هم نه لرو چې درمل واخلو، زوی مې هره ورځ کار ته ځي او هر څومره کار چې وکړي درمل اخلي، څو زما لمسۍ روغه شي، د درملو بیه هم لوړه ده، اصلي دوا هم څوک نه شي اخیستلای.»

په ورته مهال، د غور د دولينې ولسوالۍ اوسېدونکې ثریا بله هغه مېرمن ده چې ماشوم یې د سينه بغل ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دی.

هغې وويل: «له دولينې ولسوالۍ راغلي يو… دلته هم ځاى نشته، په هر بستر کې څو ناروغان پراته دي.»

ځیني ​​نور ناروغ لرونکي هم ورته شکایت لري.

د غور د ولایتي روغتون مسوولین او ډاکتران هم پر سینه ‌بغل د اخته ماشومانو لپاره د بسترونو د کموالي ستونزې پخلی کوي.

د غور په ولايتي روغتون کې د ماشومانو څانګې ډاکتر باباجان نجيب پژواک ته وويل: «له بده‌مرغه چې سږ کال په غور ولايت کې بې‌سارې يخني وه، د تېرو کلونو په پرتله د سينه‌ بغل پېښې زياتې شوې دي، د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي یو اصلي لامل ‎سړه هوا ده، هره ورځ زموږ د ماشومانو وارډ کې ډېر شمېر ناروغان مراجعه کوي چې دا مهال هم تر ۱۸۰ ډېر ماشومان په دغه روغتون کې بستر دي.»

هغه څرګنده کړه، په روغتون کې یې يوه اساسي ستونزه د ځاى نشتوالى دى چې د مجبورۍ له امله یې څو ماشون په یوه چپرکټ کې بستر کړي دي.

په ورته مهال، د غور د ولايتي روغتون رييس ډاکتر عبدالاحمد نوري وايي، د دوى شمېرې ښيي چې دغه ناروغي په ماشومانو کې مخ په زياتېدو ده او دوی هم د ماشومانو د درملنې لپاره د بسترونو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «له بده‌مرغه سږ کال د ژمي په موسم کې په ماشومانو کې تنفسي ناروغي زیاته شوې ده؛ د دې ناروغۍ د پېښو شمېر د تېر کال په پرتله ډېر شوی چې له نېکه‌مرغه له دې امله د مړینې شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی دی. تېر کال په ۱۲ میاشتو کې موږ ۵۲ د مړینې پېښې درلودې؛ خو سږ کال چې تراوسه ۱۰ میاشتې تېرې شوې موږ ۴۱ د مړینې پېښې لرو چې د کال پای ته یوه میاشت پاتې ده.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سږ کال ‎ له پيله پر سینه بغل اخته ماشومان چې په دغه روغتون کې بستر شوي او درملنه یې شوې ده، شمېر یې له څلورو زرو اوړي، په داسې حال کې چې دغه شمېره د تېر کال په پرتله ډېره کمه ده.

نوموړي د بسترونو کمښت لويه ستونزه وبلله، خو ويې ويل چې د روغتون کارکوونکي په پوره اخلاص ناروغانو ته رسېدنه کوي.

هغه وايي چې په روغتون کې د ماشومانو د بسترونو زياتولو موضوع یې له ولایت مقام او عامې روغتيا وزارت سره شريکه کړې ده.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.