ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

کندهار کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

author avatar
25 Feb 2023 - 16:52
کندهار کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو
author avatar
25 Feb 2023 - 16:52

کندهار ښار (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): په کندهار کې نن (د کب ۶مه) په داسې حال کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو چې د نیالګيو پلورونکي وايي، سږ کال د نیالګیو د پلور بازار کمرنګه دی.

د نیالګیو اېښودلو کمپاین د کندهار ښار له څېړنیز فارمه پیل شو چې د چارواکو په وینا، په لړ کې به یې په ښار او ولسوالیو کې ۲۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېښودل شي.

د دغه کمپاین د پيل پر مهال د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمود مظلوم وویل، دوی د دغه شل زره نیالګیو پر اېښودو بسنه نه کوي، بلکې دا به یوازې پيل وي.

د هغه په وینا، هڅه کوي له شل زره ډېر نیالګي کېږدي څو په ښار او ولسوالیو کې ونې زیاتې شي.

هغه زیاته کړه: «موږ سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې شل زره نیالګي کښېنوو او دا هغه یقیني شمېر دی، خو کوښښ کوو چې تر دې ډېر نیالګي کښېنوو.»

هغه له خلکو وغوښتل چې خپل مسوولیت ادا کړي؛ په خپلو کورونو او سیمو کې نیالګي کېږدي او ساتنې او پالنې ته یې هم پام وکړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس محمدصدیق مومند وویل، دوی د کرنې او نورو ریاستونو سره همکار دي څو په ښار او ولسوالیو کې بېلابېل نیالګي کښې ږدي.

هغه زیاته کړه: «زموږ اقتصاد تر ډېره پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی؛ موږ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو، باید هڅه وشي چې دلته کرنه معیاري او مسلکي شي څو ښه حاصلات ولرو.»

د کندهار کروندګر هم غوښتنه کوي چې باید د نیالګیو اېښودو او باغونو جوړولو ته پاملرنه زیاته شي؛ ځکه اوس مهال په ډېرو سیمو کې باغونه په معیاري او مسلکي شکل نه روزل کېږي چې له امله یې حاصلات کم دي.

د ګل‌محمد په نوم یو کروندګر وایي، هر کال لسګونه زره نیالګي اېښودل کېږي خو ډېره برخه يې د نه ساتنې او نه پاملرنې له امله یا وچېږي او یا هم ښه حاصل ته نه رسېږي.

هغه زیاته کړه: «د نیالګیو او باغونو ښې روزنې ته دې امارت ښه توجه وکړي او د هغو بې کیفیته دواوو مخه دې هم ونیسي چې دلته راوړل کېږي او خلک یې پر خپلو کښتونو او باغونو پاشي؛ موږ ته خو اوس یوازې همدا زراعت راپاتې دی.»

بل خوا کندهار کې د کرنې ریاست اړوند د څېړنیز فارم مسوول انجنیر محمدالله نوري وایي، هر څوک چې د باغونو لپاره نیالګي ږدي، باید له دوی څخه مشوره واخلي او داسې نیالګي کښېږدي چې د ډېرې مودې لپاره له ځمکې بهر نه وي پاتې شوي.

د هغه په خبره، اکثره وخت هغه نیالګي وچېږي او یا هم په ډېر وخت مېوه نه ورکوي چې له ځمکې کښل شوي وي او بیا د ډېر وخت لپاره له خاورو بهر پاتې شوي وي.

ده زیاته کړه: «خلک چې نیالګي یا باغونه ږدي، موږ ورته مشوره ورکوو څو خواري یې عبث نه شي، دوی باید هغه نیالګي کښېږدي چې تازه له نهال خانو را ایستل شوي وي.»

بلخوا، د نیالګو پلورونکي وایي، سږ کال له یوې خوا د نیالګیو پلورونکو شمېر زیات شوی خو له بلې خوا یې بازار تر پخوا خراب شوی او ډېر پلور نه لري.

د نیالګیو یوه پلورونکي محمد ویس پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال ډېرو کسانو د بې روزګارۍ له امله د نیالګیو پلورلو ته مخه کړې خو د نیالګیو بازار تر پخوا ډېر لوېدلی دی.

هغه زیاته کړه: «پخوا دلته زما پر څنګ دوه تنه وو چې نیالګي یې خرڅول خو سږ کال تر شل زیات شوي دي، بې کاري ده او اقتصاد کمزوری دی؛ ځکه ډېر خلک نیالګي خرڅوي خو بازار یې بیا ډېر لوېدلی دی، پخوا چې مو د ورځي سل نیالګي خرڅول، اوس پنځوس هم نه شو خرڅولای.»

مسوولین وایي، کندهار کې دا مهال تر ۵۰۰ زیات کسان د نیالیګو پر پلورلو بوخت دي، دغه کسان د کندهار د ولسوالیو ترڅنګ له نورو ولایتونو او بهره هم ډول ډول مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي راوړي او دلته یې پلوري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.