ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل تهران ته نوي ډیپلوماتان ولېږل

کابل تهران ته نوي ډیپلوماتان ولېږل

author avatar
27 Feb 2023 - 17:44
کابل تهران ته نوي ډیپلوماتان ولېږل
author avatar
27 Feb 2023 - 17:44

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اسلامي امارت ټاکل شوی شارژدافیر فضل‌محمد حقاني به نن په تهران کې د افغانستان سفارت چارې په رسمي ډول پر غاړه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاءاحمد تکل په یوه ټویټ کې ویلي چې نن (دوشنبه) د اسلامي امارت ټاکل شوی شارژدافیر مولوي فضل‌محمد حقاني او ورسره پلاوی به په تهران کې د افغانستان سفارت چارې رسماً پر غاړه واخلي.

له دې مخکې د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې رییس ذاکر جلالي په یوه ټویټ کې ویلي وو چې د نوي شارژدافیر په ګډون ۷ ډیپلوماتان نن سهار د کابل له هوايي ډګره تهران ته تللي دي.

جلالي دغه راز لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې څو د سفارت په چارو کې ځنډ را نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هغه هېواد کې د اسلامي امارت استازو ته د افغانستان سفارت سپارل، د افغانستان داخلي مسئله وبلله او زیاته یې کړه چې د ایران بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې هیڅ مداخله نه ده کړې.

دغه راز په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د ایران بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفارت کوم اسناد او تجهیزات نه دي تسلیم کړي.

Views: 325

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.