ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ځیني اوسېدونکي: اولادونه مو تر سره لمر لاندې درس وايي

د غور ځیني اوسېدونکي: اولادونه مو تر سره لمر لاندې درس وايي

author avatar
28 Feb 2023 - 16:48
د غور ځیني اوسېدونکي: اولادونه مو تر سره لمر لاندې درس وايي
author avatar
28 Feb 2023 - 16:48

فېروزکوه (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د ښوونې او روزنې برخې یو شمېر کارپوهان په داسې حال کې د خوندي ښوونیز چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار کوي چې د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، اولادونه یې په ازاده فضا کې تر خېمو او یا هم سره لمر لاندې زده‎کړې کوي.

د ښوونځيو لپاره د معياري ودانیو نشتوالى کومه نوې ستونزه نه ده، بلکې له څو کلونو راهيسې د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي په دې اړه شکايت لري.

دا ځل د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم په دې اړه شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو ته دې لومړیتوب ورکړي.

د پسابند ولسوالۍ د اب‌پران کلي يو اوسېدونکی عبدالقادر چې ماشومان يې د اب‌پران په ښوونځي کې زده‌کړې کوي – پژواک خبري اژانس ته وويل: «اولادونه مې په داسې يوه ښوونځي کې درس وايي چې وداني نه لري او په نامناسب چاپېريال کې په زده‌کړو بوخت دي.»

هغه د پوهنې په برخه کې معياري ښوونیز چاپېريال يو اساسي شرط بولي او وايي، د سيني او اب‌پران کليو ښوونځيو په ګډون د دې ولسوالۍ ډېرى ښوونځي ودانۍ او د زده‌کړو امکانات نه لري.

هغه زياته کړه: «د پسابند ولسوالۍ د اب‌پران او سيني ښوونځي له کلونو راهيسې ودانۍ نه لري،  زموږ اولادونه په خاورو کې درس وايي، په سيني لېسه کې يوه خېمه شته چې څه باندې ٥٠٠ زده‌کوونکي، پنځه ښوونکي او دوه ملازمان لري.»‎

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، پر دې سربېره چې په اب‌پران سيمه کې ډېرى لومړني ښوونځي ودانۍ نه لري، خېمې هم نه لري، ټول زده‌کوونکي يې پر ځمکه او سره لمر ته درس وايي.»

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو جوړولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ بل اوسېدونکی غلام‌حيدر رحيمي هم ورته شکايت لري او وايي، اولادونه یې په نامناسب ښوونیز چاپېريال کې زده‌کړې کوي.

هغه پر مخکني حکومت د نيوکې ترڅنګ وويل، په تېرو ۲۰ کلونو کې نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره د پوهنې په ګډون په هره برخه کې ډېرې مرستې وکړې، خو دغه پيسې تر ډېره غلا شوې چې د پوهنې په ګډون په ټولو برخو کې ستونزې پر ځای پاتې دي.

نوموړی وايي، څو ځلې يې په دې ولسوالي کې د ښوونځيو ودانیو نشتوالي ستونزه د پوهنې له رياست سره شریکه کړې، خو تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی شوی.

هغه زياته کړه: «موږ د پوهنې رياست ته مخکې وړانديز کړی، ترې ومو غوښتل چې زموږ اولادونو ته ښوونځى جوړ کړي، وړ ښوونکي وګوماري، درسي امکانات ورته برابرې کړي، خو يوه خېمه يې هم نه ده راکړې چې دا ستونزې ټولې پر ځای پاتې دي او تمه لرو اسلامي امارت یادې ستونزې هوارې کړي.»

بل‌خوا، د لعل‌ او سرجنګل ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي او د زده‌کوونکو کورنۍ هم په دې ولسوالۍ کې د درسي امکاناتو او د ښوونځیو ته د ودانیو له نشتوالي شکایت کوي.

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکی او د زده‌کوونکو یو ولي محمدحسین امیري وایي: «په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې ډېر داسې ښوونځي شته چې نیمګړي پاتې دي او یا هم هيڅ کار نه دی پرې شوی، ټول زده‌کوونکي له کلونو راهیسې تر خېمو لاندې او یا په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.»

په ورته وخت کې، د پنځم ټولګي زده‌کوونکې طاهره وايي چې ښوونځی یې ودانۍ لري، خو ودانۍ یې ویجاړه شوې، کړکۍ یې شیشې نه لري، په ژمي کې یې ساړه کېږي او کله چې باد وي، ټولګي ته یې خاورې او دوړي ورځي.

نوموړې وايي، ډېری وخت د یاد ښوونځي زده‌کوونکي د معیاري ټولګیو نشتوالي له امله ناروغېږي.

دغه راز، په غور کې د ښوونې او روزنې برخې پوهان هم د تېر حکومت پر مسوولینو نیوکه کوي او وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې په دغه ولایت کې د دولتي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د ښوونځیو جوړولو، بیارغونې او ساتنې ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او ډېری ښوونځي د بېلابېلو لاملونو له امله ویجاړ شوي او پر کنډوالو بدل شوي دي.

په یاد ولایت کې د ښوونې او روزنې برخې یو پوه نصرالله امین وايي، د زده‌کړو چاپېریال باید خوندي او معیاري وي او ټولې اسانتیاوې ولري؛ ځکه داسې چاپېریال د زده‌کوونکو په زده‌کړو کې مثبت تمامي.ِ

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه د پخوانیو ناامنیو له امله د یو شمېر ښوونځیو ودانۍ پر نظامي اډو بدل شوې وې او یا د جګړې له امله ویجاړې شوې دي، خلکو هم پاملرنه نه کوله، د اکثرو ښوونځیو دروازې غلا شوې، شیشې یې ماتې شوې، لنډه دا چې هغه ښوونځي چې میلیونونه افغانۍ او ډالر پرې لګېدلي وو، پر کنډوالو بدل شوي دي.»

هغه پر دې باور دی چې که د ښوونځیو او ښوونې او روزنې وضعیت ته پاملرنه وشي، کیفیت لرونکی ښوونیز سیستم به رامنځته شي.

امین د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د ښوونځیو او ښوونې او روزنې وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او ښوونځیو ودانیو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

دغه راز، د غور ولایت د پوهنې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې ۸۱۰ ښوونځي دي چې ۲۴۰ یې ودانۍ لري.

د غور د پوهنې رییس حفیظ‌الله محفوظ پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ولایت په کچه ۲۴۰ ښوونځي ودانۍ لري، د ۱۴۰ ښوونځیو شاوخوا دېوالونه جوړ شوي، په ۱۴۰۱ کال کې د لسو ښوونځیو ودانۍ هم د موسسو له خوا بیا ترمیم شوي او رغول شوې دي.»

نوموړي دغه راز وویل چې ۲۰۷ خېمې د پوهنې له ریاست سره مرسته شوې او ډېر ژر به ښوونځیو ته ووېشل شي.

د غور د پوهنې رییس زیاته کړه، له زده‌کړو سره د خلکو لېوالتیا له امله ډېری زده‌کوونکي په نیمه کاره کورونو، په دښتو او د ديوالونو سیورو ته درسونه وايي.

د هغه په وینا، دوی له موسسو او مرکزي حکومت سره په همغږۍ هڅه کوي څو نور ښوونځي جوړ کړي او بیارغونه یې وکړي او زده‌کوونکو ته غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

Visits: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.