ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

علومو اکاډمي سږ کال ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ کړي

علومو اکاډمي سږ کال ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ کړي

author avatar
8 Mar 2023 - 17:32
علومو اکاډمي سږ کال ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ کړي
author avatar
8 Mar 2023 - 17:32

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د علومو اکاډمي مسوولین وايي، سږ کال يې ۳۳ عنوانه کتابونه، ۳۸ عنوانه مجلې او ۴۵ عنوانه جریدې چاپ کړي دي.

د يادو کتابونو مخکتنې په غونډه کې د علومو اکاډمي عمومي رییس مولوي فریدالدین محمود وویل، سره له دې چې افغانستان د نړۍوالو له خوا له ستونزو او مشکلاتو سره مخ دی، خو علومو اکاډمي وتوانېده چې سږ کال ډېر ګټور کتابونه د خپل ولس د ښې روزنې او فکري پیاوړتیا په موخه چاپ کړي.

نوموړي په هېواد کې د اسلامي ذهنيت او مفکورې پياوړي کولو لپاره هېوادوال د يادو کتابونو مطالعې ته وهڅول.

هغه زياته کړه: «موږ باید د خپل علم په مقتضا باندې عمل وکړو، هر هغه څوک چې د خپل علم په مقتضا باندې عمل وکړي، الله تعالی ورته هغه علوم په برخه کوي چې دی پرې علم هم نه لري او هغه خلک چې د خپل علم په مقتضا عمل نه کوي، الله تعالی هغه له حیواناتو سره تشبیه کړي دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي وویل، لکه څرنګه چې افغانستان په فزیکي برخه کې ستونزې لري، په همدې ډول په فکري برخه کې هم ډېر مشکلات لري، نو اړتیا ده چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.

د ده په خبره، د علومو اکاډمي دا ډېر په زړه‌پورې اقدام دی چې هېوادوالو ته یې د دوی د افکارو د اسلامي روزنې په برخه کې پورته کړی او باید په راتلونکي کې هغه کتابونه چې ټولنه انحراف ته بیایي، تشخیص کړي او له منځه یې یوسي او پر ځای یې هغه کتابونه چې زموږ ټولنې او په تېره بیا ځوانانو ته په ګټه وي، وړاندې کړي.

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مولوي محمدعمر جلال د دغه ریاست د لاسته راوړنو او د چاپ شوو کتابونو په برخه کې د معلوماتو پر ورکولو سربېره وویل چې علومو اکاډمي سږ کال ۳۳ عنوانه کتابونه، ۳۸ عنوانه مجلې او ۴۵ عنوانه جریدې چاپ کړي دي.

هغه زياته کړه، دغه کتابونه د اسلامي، بشري او طبيعي علومو برخو کې لیکل شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر نور کتابونه هم چاپوي.

Views: 163

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.