ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني مسوولین: شاوخوا لس تاریخي او فرهنګي اثار د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

د غزني مسوولین: شاوخوا لس تاریخي او فرهنګي اثار د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

غزني ښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱ ): په غزني کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ارزښت پوهېدنې په موخه غونډه کې د افغانستان په تېره بیا د دغه ولایت د فرهنګي میراثونو پر ساتنې ټینګار وشو.

د کب ۲۰مه، په هېواد کې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې له ملي ورځې سره برابره ده چې د همدې ورځې په مناسبت نن (دوشنبه) د غزني په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې علمي غونډه جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د غزني مرستیال والي ګل حیدر شفق ترڅنګ د پوهنتونونو یو شمېر استادانو، ادیبانو، مشرانو، ځوانانو او نورو ګډون کړی و.

ویناوالو په یاده غونډه کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د غزني د فرهنګي میراثونو پر ساتنې ټینګار وکړ.

د غزني مرستیال والي قاري ګل حیدر شفق د هېواد تاریخي او فرهنګي میراثونه د افغانستان معنوي پانګه وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې له حکومت سره اوږه په اوږه د دغو میراثونو په ساتنه کې برخه واخلي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار بیا وویل، د دغه ډول غونډو له جوړولو څخه اصلي موخه عامه پوهاوی، تاریخي او فرهنګي میراثونو ته ارزښت ورکول او د دغو میراثونو په ساتنه کې د خلکو ونډه ده.

هغه د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې عامه پوهاوی مهم وباله او زیاته یې کړه، هر افغان باید د تاریخي اثارو او فرهنګی میراثونو د ساتلو اړتیا او ارزښت درک کړي، په دې برخه کې خپل مسوولیت ته ځیر شي او په ښه توګه یې سرته ورسوي.

نوموړي زياته کړه، په یاد ولایت کې شاوخوا لس داسې تاریخي او فرهنګي اثار موجود دي چې د له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په غونډه کې د سلطان محمود غزنوي، خاتم‌النبین، مسلم او غزني حکومتي پوهنتونونو استادانو له خوا د تاریخي او فرهنګي میراثونو تاریخي شالید، فرهنګي او اقتصادي ارزښت او په ساتنه کې یې د رسنیو رول په اړه مقالې وړاندې شوې.

د دوی له ډلې دوو استادانو نقیب‌الله خانخېل او اسدالله کمالزي وویل: «هر فرهنګي اثر او آبده په حقیقت کې زموږ د ویاړلي تاریخ یوه پاڼه ده، که خدای مه کړه دا اثر یا آبده له منځه ځي او ویجاړېږي، نو معنا یې دا ده چې زموږ د تاریخ یوه پاڼه له منځه ځي او د تاریخ د پاڼې له منځه تلل د دې معنا لري چې زموږ د نسلونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او د ارزښتونو تسلسل شلېږي او د دې پایله بیا دا راوځي چې نوی نسل د خپل هویت په لټولو پسې سرګردانه کېږي.»

دوی په خپلو خبرو کې وویل، هغه غمیزې چې زموږ فرهنګي میراثونو زغملې دي او له بده‌مرغه لا یې هم زغمي، ښایي د نړۍ د کوم بل هېواد فرهنګي میراثونه نه وي ورسره مخامخ شوي.

ترڅنګ یې په غونډه کې د غزني یو شمېر نورو ادبپالو وویل، غزني یو مهم تاريخي او فرهنګي ولایت دی چې ډېر تاريخي ځايونه او سپېڅلي ځایونه لري، کلونه کېږي چې تاریخی ابدې يې د نړېدلو له جدي ګواښ سره مخ دي خو حکومتونه ورته پاملرنه نه کوي .

په غزني کې یوه قومي مخور او لیکوال انجنیر ضیا‌ء روان له پژواک سره خبرو کې وویل، دغه ولایت د هېواد په کچه مهم تاریخي ارزښت لري او په بېلابېلو سیمو کې یې سلګونه تاریخي او فرهنګي ابدې شته چې ډېری یې جدي رغولو ته اړتیا لري .

نوموړی اندېښنه لري، که اسلامي امارت یې رغولو ته جدي پاملرنه ونه کړي، لرې نده چې د دغه ولایت ډېری مهم تاريخي او سپېڅلي ځايونه په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.

د یادونې ده، غزني د هېواد یو لرغونی او تاریخي ولایت دی چې ګڼ شمېر تاریخي ابدې لري او یو شمېر یې په ۲۰۱۳زېږديز کال کې -کله چې غزني د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه وټاکل شو- رغول شوې او ځینې نور یې لا هم رغونې ته اړتیا لري.

Visits: 181

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.