ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه او نیمروز له بندرونو ۱۸ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

د فراه او نیمروز له بندرونو ۱۸ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

author avatar
15 Mar 2023 - 15:32
د فراه او نیمروز له بندرونو ۱۸ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي
author avatar
15 Mar 2023 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۱۸ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې د فراه او نیمروز له بندرونو بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، په دغه بې‌کیفیته تېلو کې ۱۶ ټانکره د فراه او دوه نور د نیمروز له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

له دې مخکې هم څو ځله بې‌کیفیته تېل ایران ته ګرځول شوي دي او په دې لړ کې د روانې کب میاشتې په ۱۵مه هم له ایرانه وارد شوي ۷۹ ټانکره بې‌کیفیته ډېزل د هرات له اسلام‌کلا بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.