ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې روان کال د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۳۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

افغانستان کې روان کال د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۳۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
20 Mar 2023 - 14:22
افغانستان کې روان کال د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۳۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
20 Mar 2023 - 14:22

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، روان کال د هېواد په کچه په طبیعي پېښو کې څه باندې ۳۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او نږدې ۳۳۰۰۰ کورونه بشپړ یا نیم ویجاړ شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست وزیر ملا محمدعباس اخند په يوه خپره شوې ويډیو کې ویلي چې د دغه وزارت ولایتي راپورونو له مخې، سږ کال په طبیعي پېښو کې ۱۱۰۲ کسان مړه او ۲۱۵۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د هغه د معلوماتو له مخې، سږ کال د طبیعي پېښو له امله ۹۸۰۸ کورونه بشپړ تخریب شوي، ۲۳۱۴۰ کورونه نیم یا یو څه ویجاړ شوي، شاوخوا ۸۰ زره څاروي مړه شوي او شاوخوا ۱۴۷ زره جریب زراعتي ځمکې ویجاړې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په دغه کال کې ۴۰۱ دوکانونه او ۱۷۲۰ کیلومتره سړکونه هم د بارانونو او سېلابونو له امله تخریب شوي دي.

هغه وایي، یاد ځاني او مالي زیانونه د بارانونو، سېلابونو او زلزلو له امله رامنځته شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه وزارت سږ کال د بېلابېلو موسسو په مرسته په ټول هېواد کې له ۷۰۰ زره پېښوځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.