ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۴۰۱ کال د افغانستان لپاره څه ډول کال و؟

۱۴۰۱ کال د افغانستان لپاره څه ډول کال و؟

author avatar
20 Mar 2023 - 16:14
۱۴۰۱ کال د افغانستان لپاره څه ډول کال و؟
author avatar
20 Mar 2023 - 16:14

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): د چارو شنونکي وايي، په ۱۴۰۱ کال کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شو، یو ډول اقتصادي ثبات رامنځته او اسلامي امارت ته د افغانستان د ځینو سفارتونو سپارل مهمه لاسته راوړنه وه، خو د نجونو زده‌کړو کې ځنډ او په انجیوګانو کې د ښځو پر کار بندیز د اندېښنې وړ دي.

نن د ۱۴۰۱ لمریز کال وروستۍ ورځ ده؛ د افغانستان لپاره ۳۶۵ ورځې تېرې شوې، خو دا کال د هېواد لپاره څه ډول کال و او د کارپوهانو له نظره، په دغه کال کې کومې مهمې پېښې شوې دي؟

په دغه راپور کې مو په هېواد کې د تېر کال په اړه د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او رسنیزو مسایلو په اړه د یو شمېر کارپوهانو نظرونه را اخیستي دي.

سیاست او نړۍوالې اړیکې

د څه باندې یونیم کال په تېرېدو لا هم اسلامي امارت د کوم هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د افغانستان سرپرست حکومت په یو شمېر هېوادونو کې رسمي استازولۍ لري چې د حکومتي مسوولینو په خبره، په خپله په یو ډول د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل دي.

خو د نړۍوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان دې ته په اشاره چې افغانستان په ۱۴۰۰ کال کې په یو ډول سیاسي انزوا کې راګیر و، زیاته کړه، په روسیه، چین، ایران، ترکیه او متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت استازو ته د افغانستان سفارتونو سپارل سږ کال د سرپرست حکومت لپاره ښه خبرونه وو.

خو هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د دې لپاره چې نړۍ یې پر رسمیت وپېژني، باید په لومړي ګام کې داخلي مشروعیت ترلاسه کړي او په دویم ګام کې دې د نړۍ مشروع غوښتنو، له دې ډلې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکول او ټول‌ګډون حکومت جوړولو ته یې لبیک ووایي.

د یوه بل کال لپاره (د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې) د یوناما ماموریت غځېدل د ده له نظره د افغانستان لپاره یو بل مهم مورد دی.

امنیت او جرمونه

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د وروستي یو کال موده کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر ښه شوی او د جرمونو کچه هم کمه شوې ده؛ ځکه چې د هغه په خبره، جبهه‌یي جګړې او لوی ترهګریز فعالیتونه نه وو.

خو هغه زیاته کړه، د فردي او ټولنیز خوندیتوب له پلوه (هغه ارامي چې د وسلو له کارولو پرته ګډوډېده، لکه د بندیزونو لګول)، سږ کال وضعیت د تېر په پرتله ډېر خراب دی؛ ډېرو ځانونه خوندي نه احساسول او ثبات هم نه دی رامنځته شوی.

د ندیم په خبره، اسلامي امارت باید په هېواد کې د رښتیني ثبات رامنځته کولو لپاره کورنی او بهرنی مشروعیت خپل کړي او د ټولو قومونو، مذهبونو او جنسیتونو پر وړاندې دې متوازن، متعادل او منصفانه چلند ولري.

هغه زياته کړه، په کابل کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري او د بلخ د والي وژل کېدل د تېر کال له مهمو امنيتي پېښو وې.

اقتصاد

د اقتصادي او نړۍوالو چارو کارپوه ولي فروزان وايي، د اسلامي امارت د حاکمیت په لومړیو کې د بشپړ اقتصادي سقوط وېره وه، خو په ۱۴۰۱ کال کې د سوداګرۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره د تجارتي هوکړو په زیاتېدو سره یو ډول اقتصادي ثبات رامنځته شو او ډاډ ترلاسه شو چې اقتصادي وضعیت به نور خراب نه شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي، سره له دې چې په ۱۴۰۱ کال کې لا هم بهرنۍ مرستې بندې دي، د پیسو زېرمې کنګل پاتې او عواید په لوړه کچه نه دي، خو د افغانستان اقتصاد مخ پر ښه کېدو دی.

هغه زیاته کړه: «په ۱۴۰۱ کال کې یوه له لویو خبرو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ډېره وه او لامل یې دا دی چې د امنیت ټينګښت خلک پانګونې ته وهڅول… له نېکه مرغه حکومت په هېواد کې پانګونې ته زیاته پاملرنه وکړه او د کانونو استخراج او بهر ته د کانونو صادرات لکه د ډبرو سکاره او ځینې قیمتي ډبرې چې دا خپله د پیسو او کار پیدا کېدو لامل شول او ویې کولای شو زموږ اقتصاد خرابېدو ته پرې نه ږدي.»

نوموړي د بشري مرستو دوام هم په اقتصادي برخه کې يو ښه ګام بللی او ویلي یې دي چې د افغانيو د ارزښت په ساتلو کې يې د پام وړ اغېز درلودلی دی.

هغه څرګنده کړه: «موږ دې ته اړتیا لرو چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه وکړي چې له نړۍ سره خپل تعامل ولري، څو له یوې خوا د اقتصادي او بشري مرستو د بېرته ‎پیلېدو شاهدان واوسو او له بلې خوا وکولای شو له نړۍ سره مو اړیکې پراخې شي؛ د خپلو کورنیو توکو لپاره په بهر کې بازار پیدا کړو او دا هغه وخت کېږي چې له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې هوارې کړو.»

بل‌خوا، د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکی جنت‌فهیم چکري وايي، په ۱۴۰۱ کال کې افغانستان له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ و او له کنګله د افغانستان د شتمنۍ نه ازادېدو هم هېواد لا له زیاتو اقتصادي ستونزه سره مخ کړ.

د هغه په ​​وينا، له افغانستان سره د بېلابېلو بنسټونو له لوري شاوخوا ۵ ميليارد ډالر بشري مرستې وشوې چې په ١٤٠١ زېږديز کال کې دغو مرستو وکولای شو له بېوزلۍ سره مبارزه وکړي او د افغانیو ارزښت وساتي.

چکري زياته کړه، تېر کال په افغانستان کې د هر وګړي ورځنی عاید ۱.۲۰ سینټه و چې د ده په خبره، هغه هېوادونه چې د هر وکړي ورځنی عاید یې له پنځو ډالرو کم وي، له هغو سره بشري مرستې کېږي.

هغه په هېواد کې د بېوزلو زیاتېدو په اړه د نړۍوالو سازمانونو شمېرو ته په اشاره زياته کړه چې سږ کال بېوزلي او بې‌کاري له لویو ستونزو وې چې د مهاجرتونو ډېرېدو لامل هم شوې دي.

د نوموړي په خبره، په دغه کال کې اسلامي امارت توانېدلی چې له شرکتونو سره د کانونو د استخراج ۱۸۹ تړونونه لاسلیک کړي، له متحده عربي اماراتو سره د هېواد هوايي ډګر د کنټرول تړون او د قوشتیپې کانال د کار پیل په اقتصادي برخه کې له نورو مهمو موضوعاتو دي.

تعلیم، تحصیل او ټولنه

په تېر کال کې یوه بله مهمه موضوع د نجونو پر مخ  تر بل امره پورې د پوهنتونونو تړل کېدل او دغه راز په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز وو؛ د اسلامي امارت دغو دوو پرېکړو له ځان سره داخلي او بهرني غبرګونونه لرل.

ځینو کسانو په داخل او بهر کې په لاریونونو لاس پورې کړ او د نړۍ هېوادونو هم پر ښځو د دغو بندیزونو هواري غوښتنه وکړه.

د نړۍوالو چارو کارپوه ولي فروزان وایي، که څه هم د ۱۴۰۱ کال لپاره داسې هیلې وې چې د نجونو پر مخ به د ښوونخيو دروازې پرانیستل شي خو داسې ونه شول او وروسته چې بیا پر ښځو د محدویتونو په اړه فرمانونه صادر شول، په ټوله کې، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یو ناهیلې کوونکی کال و.

د اسلامي همکاریو سازمان چې په نړۍ کې له ملګرو ملتونو وروسته دویم لوی سازمان دی، تازه ویلي چې د ښځو د تعلیم او کار په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته د اسلامي فقهې نړۍوالې ټولنې په همغږۍ د علماوو استازي لېږي.

د اسلامي چارو کارپوه صالح صدر په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونو ته په اشاره وایي چې دین او شریعت د ښځو تعلیم او په ټولنه کې د هغوی حضور یو مثبت کار بولي، د علم ترلاسه کولو او د هغه د فضیلت په اړه چې کوم روایات راغلي، په هغو کې د ښځو او سړیو هيڅ توپیر نه دی شوی.

د هغه په خبره، د ښځو د تعلیم او کار لپاره د مناسبې فضا په رامنخته کولو سره د اسلامي امارت له خوا ښایي کوم مصلحت وي، خو د دې موضوع لپاره باید ژر یوه حل لاره پیدا شي او د ۱۴۰۲ کال په پیلېدو سره نجونې باید نور له تعلیمه چې حاصلول یې لوړ فضیلت لري، بې برخې نه شي.

پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو لرې کولو د افغانستان د خلکو او نړۍ یوه مهمه غوښتنه ده؛ اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو تامینولو ته ژمن دی.

د رسنیو وضعیت

د مطبوعاتو چارو کارپوه ابوذر صارم سرپلي وایي، د ۱۴۰۱ په لومړیو کې د رسنیو په برخه کې ستونزې موجودې وې، رسنۍ تړل کېدې، د خبریالانو نیول کېدا وه، اطلاعاتو ته لاسرسی محدود و او مالي ستونزو هم رسنۍ ګواښلې.

هغه زیاته کړه، د ۱۴۰۱ کال نیمايي کې وضعیت تغییر وکړ؛ په افغانستان کې په لومړي ځل د خبریالانو او د رسنیو بنسټونو د رسنیو فدراسیون جوړ او رسمي شو؛ رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون، کاپي رایټ کمېسیون او دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست جوړ شول.

سرپلي وویل: «۲۱ انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ، ۱۱ ټولیزې رسنۍ لکه بنسټونه جوړ شول چې له دې ډلې د ښځينه وو خبریالانو بنسټ د داخلي او بهرني بنسټونو د پام وړ وګرځېد.»

هغه دغه راز زیاته کړه چې د روان کال په وروستیو کې د هېواد په رسنیز تاریخ کې په لومړي ځل هغه هم د اسلامي امارت د مسوولینو په حضور کې یوې ښځینه خبریالې ته د زړورتیا تندیس ورکړل شو.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم ولري خو ونه توانېد.

Visits: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.