کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت یوه پلاوي د تاجکستان هېواد د بدخشان په مرکز خاروغ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټوېټ کې لیکلي، یاد پلاوي د قونسلګرۍ د چارو ارزونې ترڅنګ، د یادې قونسلګرۍ د ودانۍ وضعیت –چې د واورې ښویېدو له امله زیانمنه شوې وه- هم ارزولی دی.
د نوموړي په خبره، د یاد پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري رییس محمد موسی امیري پر غاړه وه.
ویل شوي چې په خاروغ کې د افغانستان قونسلګرۍ ودانۍ په وروستیو واورې ښویېدو کې زیانمنه شوې ده.
تر اوسه د تاجکستان حکومت او په دوشنبې ښار کې د افغانستان د سفارت مسوولینو -چې د مخکني حکومت ډیپلو ماټان دي- د خاروغ له قونسلګرۍ څخه د یاد پلاوي د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پژواک ته وویل، د تاجکستان په خاروغ کې د افغانستان له قونسلګرۍ د دغه وزارت د پلاوي لیدنه له دغه هېواد سره په همغږۍ شوې ده.
د هغه په خبره، افغانستان له تاجکستان سره ښې سوداګریزې او قونسلي اړیکي لري.
تاجکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی چې تر اوسه یې د اسلامي امارت ډپیلوماتان نه دي منلي او رسمي اړیکې نه لري.
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن