ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې وروستیو اورښتونو خلک د حاصلاتو ډېرېدو ته هیله‌مند کړي دي

هلمند کې وروستیو اورښتونو خلک د حاصلاتو ډېرېدو ته هیله‌مند کړي دي

author avatar
29 Mar 2023 - 16:09
هلمند کې وروستیو اورښتونو خلک د حاصلاتو ډېرېدو ته هیله‌مند کړي دي
author avatar
29 Mar 2023 - 16:09

لښکرګاه (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): په هلمند کې وروستیو اورښتونو د دغه ولایت خلک او کروندګر د وچکالې کمېدو ته هیله‌مند کړي او وايي، سږ کال ښايي د تېرو کلونو په پرتله د حاصلاتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي ولي جان پژواک خبري اژانس ته وویل، سږني اورښتونه خلکو او بزګرانو ته د کال د ابادۍ زېری دی.

هغه له حکومته وغوښتل چې په غرونو او دښتو کې دې د بارانونو اوبو زېرمه کولو لپاره واړه بندونه جوړ کړي، څو د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.

دغه‌راز د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي اوسېدونکی او بزګر عبدالله وايي، اوبه د ژوند یوه اساسي اړتیا ده او وروستیو اورښتونو سره به وچکالي تر یوه بریده ختمه شي.

هغه زیاته کړه، بارانونه پر کښتونو سربېره چاپېریال ته هم ګټه لري او په وینا يې، خلک او حکومت باید په ګډه د بارانونو اوبو د کنټرول لپاره واړه بندونه جوړ کړي.

نوموړي وویل: «هلمند پراخې کرنیزې ځمکې لري او سږ ښايي په ټولو ولسوالیو کې زرګونه هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي چې وروستي بارانونه ډېره ګټه ورکته کوي او په حاصلاتو کې زیاتوالی راځي.»

د مارجې ولسوالۍ د بلاکینو سیمې اوسېدونکي صالح‌محمد هم وویل، هلمند یو کرنیز ولایت دی او د خلکو اقتصاد پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دی؛ خو په وینا يې چې شاوخوا درې کلنې پرله‌پسې وچکالۍ هلته زراعت ته ډېر تاوان اړولی دی.

هغه زیاته کړه، وروستیو اورښتونو خلک هیله‌مند کړي او په وینا یې، د نوي لمریز کال په پيلېدو سره بارانونه ډېر شوي دي.

بلخوا، د هلمند ولایت د سیندیزې حوزې د اوبو سرچینو امر انجنیر سیدعمر ودان وايي، سږ کال په دغه ولایت کې شاوخوا ۷۱ اعشاریه ۶۶ ملي متره اورښت شوی او که دغه اندازه ۲۰۰ ملي مترو ته ورسېږي نو کال به اباد شي.

هغه هم په هلمند کې وروستي اورښتونه د کرنې لپاره مهم وبلل او زیاته يې کړه چې دا به پر وچکالۍ مثبت اغېز وکړي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست د څرځایونو مدیر عبدالکافي پتمل وویل، وروستي اورښتونه د وچکالۍ ختمېدو لپاره مهم دي.

هغه زیاته کړه چې د کرنې ریاست د بارانونو اوبو د کنټرول لپاره هڅې کړې دي.

نوموړي وویل، تېر کال يې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ په ریګستان سیمه کې دوه لوی ناورونه جوړ کړي دي او په نږدې ورځو کې به د ګرشک ولسوالۍ په شورکي او ریګستان سیمو کې د دوو نورو لویو ناورونو د جوړېدو چارې پیل شي.

پتمل زیاته کړه: «د هر ناور پر جوړېدو ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او پیسې یې د ډاکار موسسې له خوا ورکول کېږي چې د هر یوه اوږدوالی ۲۴۹ متره، سور یې ۱۴۱ متره او لوړوالی یې درې متره دی او  ۶۴ زره متره مکعب اوبو  ذخیره کولو ظرفیت لري.»

د یادونې ده، په هېواد کې له کلونو راهیسې خلک د ځمکې لاندې اوبو کچې له ټيټېدو شکایت کوي.

Visits: 94

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.