ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان ولایتي روغتون کې نسايي ولادي ناروغانې د خدماتو کیفیت له ښه کېدو خوښي ښيي

2 Apr 2023 - 16:10
2 Apr 2023 - 16:10

شبرغان (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شمېر مېرمنې د ولايتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې د خدمتونو کیفیت له ښه کېدو هرکلی کوي خو په ورته وخت کې وايي، دې برخې ته باید پاملرنه لا ډېره او ناروغانو ته د اړتیا وړ درمل په وړیا توګه ورکړل شي.

د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په یاد روغتون کې په ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا ۴۸۰۰ زېږونونه ثبت شوي چې ډېری یې هلکان تشکیلوي. له دې ډلې ۱۲۰۰ زېږونونه د جراحي عملیاتو له لارې ترسره شوي دي.

ناروغان: د خدمتونو وړاندې کول ښه شوي او همداسې دې دوام وکړي

ګل بي‌بي چې په یاد روغتون کې یې دویم زوی پیدا شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «د روغتون خدمتونه ښه شوي، ډاکټران ناروغانو ته پاملرنه او همدردي لري؛ څو قلمه دوا یې له روغتونه راکړه، په داسې حال کې چې په نورو ماشومانو کې مې دوا له بهره پېرله او د دې لپاره چې ځای یې کم و ناروغان به یې ژر رخصت کول.»

دغه مېرمن چې ماشوم یې د عملیاتو له لارې زېږېدلی، په روغتون کې د بستر کېدو په درېیو ورځو کې د اړتیا وړ ډېری درمل له روغتون څخه ورکړل شوي دي.

ګل بي‌بي وویل: «۳۲ کلنه یم، د دویم زېږون لپاره راغلې یم، درې ورځې وړاندې عملیات شوم، په دې برخه کې ډاکټرانو ډېر راسره مرسته وکړه او ماشوم مې په بشپړ ډول صحتمند زېږېدلی دی.»

نوموړې وايي، له زېږون مخکې هره میاشت يې دغه روغتون ته مراجعه کوله، خو د ځای کمښت له امله ناروغان له ستونزو سره مخ وو.

هغه هیله څرګندوي چې د روغتون خدمات دې تل په همدغه ډول پاتې شي او هڅه دې وشي چې په روغتون کې ټول اړین درمل دې ناروغانو ته په وړیا توګه ووېشل شي.

د شرافت په نوم یوه بله مېرمن چې یاد روغتون ته د ولادت لپاره راغلې وه وویل: «د امیدوارۍ پر مهال  مې ډېرې ستونزې وګاللې، خو ډاکټرانو راسره ډېره مرسته وکړه.»

شرافت وايي، د لومړۍ امېدوارۍ پر مهال د اقتصادي ستونزو او کافي خوړو نشتوالي له امله هم خپله او هم ماشوم یې کمرزوري پاتې وو، له همدې امله ماشوم یې له زېږون څو وروسته مړ شو.

هغې زیاته کړه: «مالي توان مې نه و چې ځان ته مې رسېدنه کړې وای؛ ډاکټرانو وویل چې ماشوم ضعیف و، نو ژوندی پاتې نه شو، هر ځل به چې روغتون ته تلم، ډاکټرانو د تقویې درمل راکول خو ما پېرلای نه شوای.»

نوموړې چې اوس یې لور پېدا شوې وايي، په روغتون کې ورته د اړتیا وړ ډېری درمل ورکړل شوي دي.

دغه راز، تازه‌ګل چې خپله اینګور یې د زېږون لپاره یاد روغتون ته راوستلې، په روغتون کې د وړاندې شوو خدمتونو ستاينه وکړه او ويې ويل: «دلته ناروغانو ته ټول روغتیایي خدمتونه په وړیا ټوګه وړاندې کيږي او د اړتیا وړ ډېری درمل له روغتون څخه ورکول کېږي.»

هغه وایي، د درملو ورکول یو ډېر ښه کار دی؛ ځکه چې ډېرې کورنۍ اقتصادي ستونزې لري او خپل د اړتیا وړ درمل په ډېرې سختۍ پېري.

هغه په یاد روغتون کې د درملو د وړیا وېش د دوام غوښتنه کوي او د عامې روغتیا له ریاست څخه غواړي چې په روغتون کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

مسوولین: هڅه کوو چې د خدمتونو کیفیت نور هم لوړ کړو

په ورته وخت کې، د جوزجان په ولایتي روغتون کې د ولادي نسایي څانګې متخصصه ډاکټره وصاله یاسا شریف پژواک ته وویل: «د ولادي نسایي سرویس د ولایتي روغتون د خدمتونو برخې یوه کلیدي څانګه ده چې په دغه سرویس کې لس ډاکټرانې، پنځه قابلې او لس نرسانې د خدماتو په وړاندې کولو بوختې کې دي.»

سرچینې څرګنده کړه: «په نوبتي ډول ۲۴ ساعته د ناروغانو په خدمت کې یو، هڅه کوو چې خپلو ناروغانو ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړو.»

د یادې ډاکټرې په وینا، ډېری ښځې د امیدوارۍ پر مهال خپل روغتیایي حالت ته پام نه کوي او کله چې یې حالت خرابېږي، روغتون ته مراجعه کوي چې ځیني وخت د مور او یا ماشوم د مړینې لامل ګرځي.

ډاکټره شریف له ناروغانو غواړي: «ښځې باید د امیدوارۍ په دوران کې خپل روغتیایي حالت ته پام وکړي، کله چې د امیدوارۍ څلور میاشتې یې پوره کېږي نو هره میاشت دې ډاکټر ته مراجعه وکړي، څو لازمې سپارښتنې ورته وشي.»

د نوموړې د معلوماتو له مخې، په دغه سرویس کې د یوې میاشتې په موده کې له څلور سوو ډېر زیږونونه او څه باندې سل عملیاتونه ترسره کېږي او که میندې د امیدوارۍ پر مهال ځان ته پام وکړي او د ډاکټر تر نظر لاندې وي نو د عملیاتونو شمېر کې به د پام وړ کموالی راشي.

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا رییس قاري ذبیح‌الله حسیني په تېر وخت کې د ځینو ستونزو په تاید سره پژواک ته وویل، نوې ودانۍ ته د ولایتي روغتون په لېږد او د دغه روغتون نسایي ولادي سرویس ته د نوو بستونو په منظورېدو سره ښځینه ناروغانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ د لازمو تجهیزاتو او پرسونل برخه کې ستونزه نه لرو؛ ځکه ټولې ستونزې مو چې پخوا په یاده برخه کې درلودلې، له هوارې شوې دي. مخکې له دې چې د ولایتي روغتون پرسونل نوې ودانۍ ته ولېږدوو، ځینې ستونزې مو د لازمو تجهیزاتو په برخه او نسایي ولادي سرویس کې درلودې چې د وړاندیز په ورکولو او د مرکز په منظورۍ اوس دا ستونزې هوارې شوې دي.»

د عامې روغتیا د رییس په وینا، د دې لپاره چې د نسایي ولادي څانګه لوی او پراخ ځای ولري، نو له همدې امله یې نوې ودانۍ ته یې و نه لېږدوله او په پخوانۍ ودانۍ کې فعالیت لري.

نوموړی وویل، په اوس وخت کې یاده څانګه ۵۰ بستره لري او اوسمهال ناروغانو ته د ځای کموالي ستونزه هواره شوې ده.

حسیني زیاته کړه: «موږ میندو ته د ولادي نسایي وړیا خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ نوو زېږو ماشامانو ته وچې شېدې او پلامپي نات (مغذي خواړه) هم ورکوو چې د همکارو موسسو له خوا د خوارځواکو ماشومانو لپاره موږ ته راکړل شوي دي.»

هغه هم وویل چې هڅه کېږي څو باکیفیته خدمتونه وړاندې شي.

Views: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version