مزارشریف (پژواک، ١۴ وری ١۴٠٢): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي او صرافان وایي، د راکړې ورکړې په ورځنیو معاملو کې د زړو بانکنوټونو شتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي او حکومت باید نوي افغاني بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.
دوی دغهراز وایي، سل امریکایي ډالر په زړو بانکنوټونو د نوو په پرتله په ۳۰۰ افغانیو لوړ توپیر تبادله کېږي.
وحید د مزارشریف اوسېدونکی وایي چې زاړه بانکنوټونه نور له کاره لوېدلي او خلک هم ورسره په ستونزو کې دي.
هغه زیاتوي: «کله چې ټکسي ته سلګون نوټ ورکړې، اتیا افغانۍ داسې نوټونه درکوي چې بېرته یې څوک نه اخلي؛ حکومت باید زړې پیسې ټولې کړي او نوي چاپ شوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.»
د مزارشریف ښار يو بل اوسېدونکى حبیبالله هم وایي، په بازار کې زړې پیسې ډېرې شوې او د نوو درک نشته چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه له حکومته غواړي چې زاړه بانکنوټونه ټول کړي او پر ځای یې نوي چاپ شوي بانکنوټونه ووېشي.
همدارنګه د مزارشریف ښار د کفایت مارکېټ یو صراف نعمتالله موحدي وایي، هر سلګون ډالر په زړو بانکنوټونو د نوو په پرتله په ۳۰۰ افغانیو لوړ توپير تبادله کېږي.
موحدي زیاتوي، د افغانيو د ډېر زړښت له امله صرافان او د مزارشریف ګڼ شمېر کسبګر له ستونزو سره مخ دي چې حکومت یې باید حل کړي.
په همدې حال کې، د بلخ ولایت د صرافانو اتحادیې مشر عبدالقیوم هم دغه ستونزې مني او وایي، هره ورځ د صرافانو او مشتریانو ترمنځ له دې امله شخړې وي چې مشتریان زړې پیسې نه اخلي.
بلخوا د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري وایي چې د افغانستان مرکزي بانک سوداګریزو بانکونو ته نوي چاپ شوي بانکنوټونه وېشلي او په بدل کې یې زاړه هغه راټول کړي دي.
هغه وویل، د افغانستان بانک د یو طرزالعمل له مخې دغه چاره پر مخ بیایي او له خلکو غواړي څو د نوو چاپ شوو بانکنوټونو په ساتنه کې پاملرنه وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان بانک مسوولينو ويلي و چې دوى په يو ځل نه شي کولاى نوى پېسې بازار ته عرضه کړي؛ ځکه د پېسو انفلاسيون رامنځته کېږي او افغانۍ بيا خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د يادونې ده، د بلخ ترڅنګ د پلازمينې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو هم اوسېدونکي شکایت لري او وايي، په بازار کې زاړه بانکنوټونه ډېر شوي او حکومت باید دغه ستونزه هواره کړي.
Visits: 109
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن