ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خپلمنځي دښمنیو زیانونه؛ لغمان کې ۴۵ کلنې دښمنۍ د دوو کورنیو د اتو غړو ژوند اخیستی

د خپلمنځي دښمنیو زیانونه؛ لغمان کې ۴۵ کلنې دښمنۍ د دوو کورنیو د اتو غړو ژوند اخیستی

author avatar
3 Apr 2023 - 11:29
د خپلمنځي دښمنیو زیانونه؛ لغمان کې ۴۵ کلنې دښمنۍ د دوو کورنیو د اتو غړو ژوند اخیستی
author avatar
3 Apr 2023 - 11:29

مهترلام (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د لغمان د دولت‌شاه ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۵ کلن محمد‌شاه وايي، له پلاره په میراث ور پاتې شاوخوا ۴۵ کلنه دښمني یې -چې د دواړو لورو اتو کسانو پکې ژوند بایلود- له مقابل لوري سره د خبرو او یو بل ته د بښنې له لارې ختمه کړه.

محمدشاه له پژواک خبري اژانس سره د خپل تېر ژوند د سختیو کيسه کې وویل، دی ۱۳ کلن و چې پلار يې له یوه کس سره د ځمکې پر سر شخړه کړې وه چې بیا یې ترمنځ دښمنۍ جوړه شوه او له دواړو غاړو ۸ کسان پکې وژل شوي دي.

هغه وايي، د دوی او مقابلې کورنۍ ترمنځ دښمنۍ ۴۵ کاله دوام وکړ، په دې موده کې دواړه لوري وسله په لاس ګرځېدل، د کورنۍ ټول غړي يې پر رواني ناروغۍ اخته شوي او ټول ژوند يې په غم او ویر کې تېر شوی دی.

د نوموړي په وینا، د دغه ځورونکي حالت د پای ته رسولو په خاطر یې بالاخره قومي مشرانو ته واک ورکړ چې د خبرو او جرګو له لارې يې د تېرې کب میاشتې په ۲۵مه یو بل وبښل او له پلرونو ورپاتې بدمرغه میراث يې ختم کړ.

د ډېرو په باور، ډېر کله له وړو لانجو، لفظي شخړو او بې‌احتیاطۍ څخه لویې دښمنۍ پېښېږي او د خلکو ژوند او له ښکېلو غاړو خوښۍ اخلي؛ خو بالاخره دواړه لوري خبرو ته کېني او د یو بل په بښلو سره دښمنۍ پای ته رسوي.

پوښتنه دا ده چې ولې خلک وروستی اقدام (خبرې او بښنه کول) لومړی نه کوي؟

د دې پوښتنې ځواب به د محمدشاه په خبرو کې ولټوو.

هغه وايي، که د ده پلار او مقابل لوري هغه وخت له زغمه کار اخیستی وای، نو په دې دښمنۍ کې به نه اتو کسانو ژوند بایلود او نه به د دې بدمرغۍ میراث دوی ته ورپاتې کېده.

نوموړي زیاته کړه: «زه ۱۳ کلن وم چې پلار مې د دښمنۍ په لومه کې ځان او خپله کورنۍ بندي کړه؛ کلونه کلونه مو له کلي کوره لرې ژوند وکړ او له خپل سیوري به ډارېدو، د کورنۍ ټول غړي مې پر رواني ناروغیو اخته شوي او هیڅ ارام مو نه درلود.»

هغه وویل، د ۴۵ کلنې دښمنۍ له امله يې کورنۍ ته نه یوازې د سر زیان اوښتی او څلور غړي پکې وژل شوي، بلکې اولادونه یي هم د زده‌کړې له نعمته محروم شوي دي.

هغه وايي، یوه ورځ يې له ځان سره پرېکړه وکړه چې نور به له مقابل لوري سره خبرې او روغه جوړه کوي چې په وینا يې، په خپل دغه هوډ کې بریالی شو او دښمني يې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

محمد‌شاه زیاته کړه: «له خپل کور کلي او هېواد څخه په مهاجرت او پردېسۍ کې مې کلونه تېرکړل، یوه ورځ مې له ځانه وپوښتل چې ترڅو به مو د دښمنۍ بدمرغه لمن نیولې وي؟ ترڅو به مو یو بل ته د ټوپک توره شپېلۍ نیولې وي؟ له اوږده چورت وروسته مې د کلي مشر ملک حیدرجان ته زنګ وکړ او ورته مې وویل چې نور مو له دې عذابه خلاص کړه.»

نوموړی وايي، ملک حیدرجان دده خبره له نورو قومي مشرانو او دیني عالمانو سره شریکه کړه، هغوی په ګډه له مقابل لوري سره خبرې وکړې او دښمني يې پر دوستۍ بدله شوه.

بلخوا د مقابلې کورنۍ مشر محمدعمر هم خوښ دی چې اوږده دښمني يې ختمه شوه او اوس به له کومې اندېښنې او ډار پرته ارامه فضا کې ژوند کوي.

نوموړي وویل: «د افسوس ځای دی چې ۴۵ کلونه مو په دښمنۍ کې تېر شوي، تللی وخت بېرته نه شو راګرځولی، اولادونه او کورنۍ مو بدمرغه شول او له خلکو غواړو چې د دښمنیو له بد رنځه ځان وساتي.»

هغه زیاته کړه، د قومي مشرانو په بیا بیا غوښتنو او د الله د رضا په خاطر يې د خپلې کورنۍ د غړو قاتلین وبښل او اوږده دښمني يې پای ته ورسوله.

هغه وویل: «د ځمکې پر مخ د خدای ستر عذاب دښمني ده، موږ په دښمنۍ کې ډېر زیات تاوانونه وکړل، ۱۸ کورونه مو ونړېدل، د کورنۍ غړي مو له لاسه ورکړل، اوس چې مو ترمنځ روغه جوړه وشوه په ارامه فضا کې مو له سره بېرته خپل ژوند پیل کړی دی.»

نوموړی نورو خلکو ته هم سپارښتنه کوي چې له دښمنیو ډډه وکړي؛ ځکه په وینا یې چې په دښمنۍ کې د ژوند هره شېبه په اندېښنه کې وي.

ملک حیدرجان چې د دې دښمنۍ په پای ته رسولو کې يې د منځګړي رول لوبولی پژواک ته وویل: «۴۵ کاله د مخه د اوړي موسم و چې د ظریف‌شاه او سلاخان ترمنځ د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ اړوند په قاسم دړاټوک سیمه کې د ځمکې پر سر شخړه وشوه او له امله يې د ۴۵ کلونو په اوږدو کې د دواړو لورو اته کسان ووژل شول.»

نوموړي زیاته کړه، لومړی په دې شخړه کې سلاخان ووژل شو او وروسته د هغه وروڼو د مقابل لوري څلور کسان ووژل.

د هغه په وینا، هغه وخت د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پرېکړه شوې وه چې نور به دواړه لوري یو پر بل برید نه کوي، خو ۱۷ کاله وروسته د ظریف‌شاه کورنۍ له خوا د سلاخان د کورنۍ درې ځوانان ووژل شول او له امله يې دښمني لا پسې سخته شوه.

ملک حیدر زیاته کړه، دوی د دواړو کورنیو په خوښه او د ديني عالمانو په مشوره دغه ۴۵ کلنه دښمني پای ته ورسوله او له دې وروسته به دواړه لوري د امن په فضا کې ژوند کوي.

دیني عالم مولوي عبدالرشید چې د یادو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې په بهیر کې د منځګړي رول لوبولی وايي: «جرګې پرېکړه وکړه چې محمدشاه د محمدرسول زوی به محمدعمر ته ۲۵۰ زره افغانۍ د غرامت په توګه ورکوي چې عملآ دغه چاره ترسره شوه؛ له دې وروسته به دواړه کورنۍ پخپل کلي کې د وروڼو په شان ګډ ژوند کوي او د پرېکړې ماتولو په صورت کې به متخلف شخص له کلي څخه شړل کېږي او ټول مال او جایداد به یې مقابل لوري ته ورکړل شي.»

د دولت‌شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل هم چې د یادو کورنیو ترمنځ په روغه جوړه کې يې د منځګړي رول لوبولی وایی، ښکېلو کورنیو له ده او قومي مشرانو غوښتنه کړې وه چې د دوی ترمنځ دې روغه جوړه وکړي.

هغه وویل، جرګې له دواړو لورو لیکلي ضمانتونه اخیستي چې له دې وروسته به یو بل ته زیان نه رسوي او د یو بل درناوی به کوي.

د لغمان عام خلک او مدني فعالان وايي، وړې دښمنۍ او لانجې باید په هماغه لومړيو کې حل شي؛ ځکه چې په دوام سره يې په ټولنه کې ګډوډۍ او لويې لانجې جوړېدای شي.

د مهترلام اوسېدونکی سرمعلم میهن وايي، هره ستونزه بالاخره د خبرو له لارې حل کېږي، خلک باید په وړو شخړو او جنجالونو کې ډېر احتیاط وکړي او ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

هغه زیاته کړه، د کلي مشران او حکومتي مسوولین باید د خلکو ترمنځ د شته دښمنیو او لانجو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ ځکه په دې سره ټولنه کې نظم تامینېږي.

د دولت‌شاه ولسوال د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په دغې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب ۴۱ روغې جوړې شوې دي.

د یادونې ده، حکومت په تېر شاوخوا یوه‌نیم کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو ترمنځ د دښمنیو پای ته رسولو هڅې ډېرې کړې دي.

Visits: 385

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.