جلالاباد (پژواک، ١٩ وری ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، اوسمهال د دغه ولايت په شپږو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۶۰ جریب ځمکه ځمکني توتان کرل شوي او هر جریب یې ۸۰۰ کیلوګرامه حاصل ورکوي.
دوی وايي، په تېرو کلونو کې يوازې په دوو ولسواليو کې ځمکني توتان کرل کېدل، خو د ښې ګټې له امله سږ کال ورته د څلورو نورو ولسواليو کروندګرو هم مخه کړې ده.
په ورته وخت کې، کروندګر هم د ځمکني توتانو له کرکېلې او ګټېوټې راضي دي او پر نورو کروندګرو هم غږ کوي چې خپلو ځمکو کې یې وکري.
د سرهرود ولسوالۍ اوسېدونکی شفیعالله وایي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په خپلو کروندو کې د ځمکنيو توتانو کرکېله کوي.
نوموړی ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل يادوي او وايي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي، نو ځکه خو یې کرکېله ورځ تربلې مخ په زیاتېدو ده.
عبيدالله چې سږ کال يې په بټيکوټ ولسوالۍ کې په خپله کرونده کې پر دوه جریب ځمکه ځمکني توتان کرلي وايي، د نورو ولسواليو د کروندګرو ګټېوټې مجبور کړ چې دی هم ځمکني توتان وکري.
نوموړی زياتوي: «حکومت دې د بازارموندنې ترڅنګ د ځمکني توت د ساتلو لپاره سړېخونې جوړې کړي او همداراز دې د ځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو او بستهبندۍ په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»
د یاد ولایت په کروندو کې کرل شوي توتان په بازار کې هم ډېر مینهوال لري.
محمدالله چې په جلالاباد ښار کې ځمکني توتان پلوري وایي، مینهوال ډېر دي، تقاضا هم ورته ډېره ده او دوی هم په کې مناسبه ګټه ترلاسه کوي.
بلخو د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنیزو خدمتونو امر نعمتالله اکبري پژواک ته وویل، اوسمهال د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي او په خبره یې، د دغو محصولاتو کرکېله ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.
هغه زياته کړه: «د ننګرهار په درهنور، سرهرود، بهسود، بټيکوټ، خوږیاڼي او کامې ولسوالیو کې په ٦٠ جريب ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي؛ هر جریب ۸۰۰ کیلوګرامه حاصل ورکوي، په هڅه کې یو چې د ځمکني توتانو کرکېله نورو ولسوالیو ته هم وغځوو او هم ورته مناسب بازار پیدا کړو.»
د نظر خاوندان بیا وایي، ننګرهار ښې حاصلخېزې ځمکې لري او که د کوکنارو پر ځای پرې د بدیلو کښتونو کر وشي نو بزګر به هم ډېره ګټه ترلاسه کړي.
Views: 125
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن